اکرام الله ګران څوک ؤ؟
(مختصر لیک، د هغه د تلین د ورځ په مناسبت)
هغه سړے چې په قد وړوکے په اواز لږ کمزورے خو په فن او فکر تر ډېرو دعویٰ لرونکیو زورآور وۀ ـ زۀ خبره کووم، د هشتنغر د ادب خېزې، مردم خېزې خاورې د اکرام الله ګران باچا، چا چې د خپل ځانګړي فن او فکر له کبله په پښتو ادب کښې خپل مقام پېدا کړے دے ـ
اکرام الله ګران په محله یاسین زئ، پړانګ چارسده کښې د میا عبدالرحیم کره په کال ۱۹۴۱ کښې پېدا شوے دے ـ د وخت مروجه دیني زده کړو، سره سره تر اتمه ئې د سکول سبق وئیلے دے ـ بیا د روزګار په سلسله کښې د ملک بېلابېلو برخو ته تلے دے ـ دغه تذکره ئې د خپل کتاب "زما غزل" په وړومبنو مخونو کښې کړې ده ـ
د خپلې شاعرۍ په اړه ګران بابا وایې چې ما خپل شعرونه داسې باقاعده نۀ خوندي کوله ـ په پاڼو به مې ګډه وډه لیکله او بیا به ترې نۀ خبرېدم ـ خو ډېرو ملګریو به زما شاعري نوټ کوله، او بیا چې کله د روزګار په سلسله کښې بټ خېلې ته راغلم ـ دلته راته هم د ادب ذوقه ملګریو صحبت مېلاو شوـ موده پس چې کور ته لاړم نو زما هغه ورکه شاعري په لاس راغله ـ کومه چې زما مرحومې خور به د جامو وینځلو وخت کښې زما له جېبه لرې کول او پاڼه پاڼه خوندي کوله ـ ځکه د خپل کتاب تړون ئې هم د هغې په نوم کړے دے ـ
د شلمې صدۍ په تند و تېزه دوره کښې د غزل د استاذانو ترمنځه خپل ځانګړے رنګ پرېښودونکے، دې شاعر د شاعرۍ آغاز په بنیادي توګه د نظم نه کړے دے ـ د نظم نوم ئې وۀ، "خواږۀ زهر" چې د یوې واقعې/حادثې تاثر کشې وۀ او په کال ۱۹۵۹ء کښې په رڼا رساله کښې چاپ شوے دے ـ هم په دغه کال ئې د غزل هم باقاعده اغاز کړے دے ـ وروسته ګران د خپل تخیل او رسا فکر په زور د غزل او نظم په دواړه مېدانونو کښې د فکر نیلي زغلولې دي ـ په دغه اړه وایې:
"مراد صاحب به راته وئیل چې نظم او غزل دواړه لیکه ـ خو حمزه صاحب به وئیل چې غزل به دې مجروح شي، صرف غزل لیکه ـ خو زۀ خپلې ناقرارۍ غزل طرف ته زیات وساتلم"ـ
ستا نظر څۀ رنګ قاتل دے، ستا نظر څۀ مسیحا دے
زما خاورې دې په سر کړې کۀ په بام زما غزل دے
هر منګے مې رنګینې ده، هره پېغله مې خیالونه
د جندي په مسته غاړه په هر ګام زما غزل دے
،
د غزل سمند دې ګرانه قابو نۀ شو..
څرېدلے په ورشو د هشتنغر دے ..
،
د اکرام الله ګران په وادۀ حمزه بابا اشعار هم لیکلي، چې وړومبے د هغوي (حمزه بابا) په کتاب "سلګۍ" او وروسته د ګران په کتاب "زما غزل" کښې چاپ دي ـ د ګران د غزل صفت کوي او د اخره مصرعې نه ئې د وادۀ کال هم را ووځي ـ
ع "وۀ به لا شباب د غزل"
۱۳۹۵ هجري/1975
دې نه علاوه ګران بابا د نورو یادو شخصیاتو سره سره د ارواښاد ولي محمد طوفان او مهدي شاه باچا مننه هم په ځاے راوړي، چا چې به د نورو زلمیو لیکونکیو سره د دوي شاعرۍ ته هم په خپل انتظام وتونکي رسالو کښې ځاے ورکولوـ
ګران شاعر هم وۀ او نثر نګار هم، کۀ هر څو د هغوي پېژندګلو د یو شاعر په حېث ده ـ "زما غزل" او "ژوند د خیال په ائینه کښې" ئې د شاعرۍ چاپ کتابونه دي ـ خو هغۀ نثر هم لیکلے ـ "سپوږمۍ" ئې ناچاپ افسانوي مجموعه ده ـ دې سره سره "د ګران فکرونه" ئې هم نثر دے ـ چې لا تر مونږ نۀ دے رارسېدلے ـ "زما نظم" ئې نظمونو ناچاپه مجموعه ده ـ خداے دې وکړي، چې د هغوي د فن و فکر دغه پټې ملغلري هم د ادب زده کوونکيو ته را ورسي ـ
په کال ۲۰۱۴ کښې د دسمبر په ۱۱ نېټه ګران بابا د دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او په چارسده کښې په خپله نیکنۍ مقبره کښې خاورو ته وسپارلے شوـ
روح ئې ښاد
د ګران شاعرۍ ته د پښتون وطن نوموړي سندرغاړو په خپلو خوږو غږونو نوره ښکلا ورکړې ده ـ دغه د ګران فن وجه ده چې تر اخره لوستونکے، اورېدونکے په سحر کښې ساتي ـ
د شعر څو نمونې:
ناجاڼه کلے دے هر ځاے کښې چم په چم ویره ده.
څۀ بوګنوونکي خاموشي ده دم په دم ویره ده.
د حادثو سمندرونه ډوبېدل چې په کښې.
اوس هغه سترګو ته راپېښه د شبنم ویره ده.
دا بت شکن حالات د زړونو بت کدې نړوي..
ما سره ګرانه ګوارے هم د خپل صنم ویره ده.
،-
چې زما مينه ستا په کار نۀ راځي
ماله جـــــــــانانه بله لار نۀ راځي
زما د زړه په چينه خولۀ دې کيږدې
کۀمېخانه کښې د چا وار نۀ راځي
د پوهه سترګو مې تا لوست ؤ نکړو
ماله په خولۀ چل د اظهار نۀ راځي
د ليونو هوښـــــــــــــيارئ هم ومنې
په دشتو ګرځې خو په ښار نه راځې
د فن د خرڅ هُنر مو زده نۀ کړلو
د دغــــــــــې ګټې کاروبار نۀ راځي
ګران د زړګې زخـــم په څۀ وګنډې
چې ئې په لاس د زلفو تار نۀ راځې
،-
زما د زړۀ په کور دې ور نۀ لګي
چې ستا د دنګې ځوانۍ سر نۀ لګي
که څوک مې وژني لاس ئې هم نۀ نیسم
زما په یو حالت کښې شر نۀ لګي
ستا په راتلو شوم له دیدنه محروم
د خوشحالۍ نه مې نظر نۀ لګي
هغه دهقان یم کۀ د لوږې مرمه
بغېر له مینې مې بل کر نۀ لګي
ستا د وعدو د ونې سیوری ته ناست
ګرمي د هجر ده خو نمر نه لګي
پېغلې په بڼ د ادیرو بندې شوې
په کښې مېلې اوس د اختر نۀ لګي
په بړق خندا دې داسې پورته کړله
د مینې پښې په سمه غر نۀ لګي
،-
دا ژوند د محبت په اور ستي غواړو جانانه
ځانونه په دې جرم تهمتي غواړو جانانه
غنچې غنچې د سرو ګلونو مونږه غوښتې نه دي
ستا سپورو اننګو له پسرلي غواړو جانانه
زمونږ د خولو عطر وې زمونږه په ښیښو کښې
مونږ خپلو خوشبویو کښې رنګیني غواړو جانانه
دا ستړی ستړی ژوند چې په سندرو دمه ګیر کړي
مونږ هغه جینکۍ هغه زلمي غواړو جانانه
دا ګران! دې ولې ګېر د مصلحت په پیکړو کښې؟
یو والے په ژوندون د خپل پردي غواړو جانانه
،
نن (۱۱ دسمبر) د اکرام الله ګران تلین دے ـ هغه په موټي وجود کښې څومره مست، رنګین او مضطرب زړۀ لرلو ـ دا دې نوے کول د هغه د کلام د لوست نه پس فیصله کړي ـ په ذاتي توګه زما په خوښ شاعرانو کښې دے ـ ځکه مې د هغه حق په ځان ګڼلو، چې مختصره پېژندګلو ئې وکړم ـ
په ګران د سندي تحقیق په لړ کښې ملګري عثمان سائر د باچا خان پوهنتون نه ایم فل څېړنه کړې ـ بیا هم د نور تفصیل د پاره د ګران د کتابونو، د شوې مرکو، تذکرو، مضمونونو، سره سره د ګران مشر طیب الله طیب صاحب چاپ مفصل کتاب "اکرام اللہ گران فن اور شخصیت" ولولئ ـ
/
لیک: عدنان خیالي
۱۱ دسمبر ۲۰۲۳
ایک تبصرہ شائع کریں