ملګـرو! داسې نه چې تشه شاعـــــــــــــري به کوو
دعـــوې به نه کوو خو کـار د پېغمبـــــــري به کوو
آٸينـې نه يو چې په کاڼـــو کښې ښايست نه وينو
د جمال حسن دې سلامـــــــت وي بت ګري به کوو
واعظـــه! موږ به له دنيا نه جنــــــــــت هم جوړوو
د آخـــــــــــــرت سره سره غم د هسـتـــــي به کوو
لېونتــوب ډېر ښه دى خو عقل هم بېکــاره نـه دى
ګرېوان به هم څيــــــــرو، د زړو رفوګـــــري به کوو
لا خو فـــــــــارغ نه يـو لمنـو کښــې ازغـــــي ټولوو
کم مو وطـــــن ته سپرلى راغـى نو خوشـي به کوو
ژوند مختصـر دى په خانو کښې يې وېشلـى نه شو
هم محبـــــــــت به کوو "درد" هم زندګـــــي بـه کوو
پروفيسر رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں