هغـه کوڅـه / زه اوس هم کله کله

شاعرې

جمعہ، 18 جولائی، 2025

هغـه کوڅـه / زه اوس هم کله کله

 



هغـه کوڅـه


زه اوس هم کله کله

د خپل عادته مجبور

د محبته مجبور

په هغـه لاره ځمه

هغـه کوسـې ته ګورم

هغـه کوسه چې چرې

ستا د لیدو ځای و

د اوسېدو ځای و

ماته جنت ښکارېدو

د ښکلاوو جنت

د الفتونو جنت


زه اوس هم کله کله

د خپل عادته مجبور

په هغـه لاره ځمه

هغـه کوسـې ته ګورم

چرته چې ته اوسېدې

ستا ګاونډیان وو پکې

بلا کسان وو پکې

ټولو به ته پېژندې

ټولو به زه پېژندم

زمونږ په زړہ پوهېدل

خځې نرخه پوهېدل

کله به یې ته ساتلې

کله به یې زه ساتلم

چا د دېوال د سره

چا د کوټې د بره

چا د خپل وره نه پناه

چا د ګوت پیر په غلا

پټ پټ ساتلو مونږه

چا پوهولو مونږه

خو مونږه نه پوهېدو

مونږه په څه پوهېدو؟

مونږ خو د مینې په نوم

د محبته په خاطر

په هر څه اور لګوو

د هر څه تېر ناست وو

زموږ د زړونو په اور

زموږ د مینې په شور

هغـه کوسه ګرمه وه

د ژوند قصه ګرمه وه


زه اوس هم کله کله

د خپل عادته مجبور

چرته چې زه در تلم

چرته چې ته اوسېدې

بلا کسان وو پکې

وران ماشومان وو پکې

ټولو به ته پېژندې

ټولو به زه پېژندم

چا به زما په لیدو

ماته حالونه ویل

چا به په پټه پټه

خلقو ته ویل زما

سوک آشنايان وو زما

سوک دښمنان وو زما

چا به زما په لیدو

ما ته ګلونه راوړل

د کسمالو ګلونه

ستا د کمسو ګلونه

زما او ستا حالونه

سوک به خفه وو زما

سوک به غصه وو ماته

چا به په چغو سورو

دنیا خبر کړه په ما

ورځ د محشر کړه په ما


زه اوس هم کله کله

د خپل عادته مجبور

په هغـه لاره ځمه

هغـې کوسـې ته ګورم


اوس په هغې کوسه کې

خاورې ریګونه نه شته

وران دېوالونه نه شته

رغښتې کورونه نه شته

کاڼي، ټوپونه نه شته

اوس په هغې کوسه کې

هر خوا پاخه کورونه

د خښتو سره کورونه

هر خوا پاخه فرشونه

خو اوس د هغې کوسې

هغـه مزه نه شته ده

هغـه بې سره پېغلې

هغـه خودسره زلمی

هغـه بې غمه واړه

هغـه ساده ماشومان

د شور و شره پاتې

د هنګامو وتي دي

هغـه چرچه نه شته ده

د رنګینو وتي دي

هر سړی د ژونده ستړی

هر سړی په ژوند کې ستړی

نه ژوندی پېژني

نه رنګینی پېژني

نه پسرلی پېژني

نه لیونی پېژني


دا په دوی څه شوي دي؟

دا په دوی څه شوي دي؟

حالات سنګینون شوي، خو

داسې سنګین خو نه دي

دومره غمګین خو نه دي

چې د سړي د سترګو

خوبونه وتښتوي

یادونه وشوکوي

د خپل ماضي یادونه

د مستقبل خوبونه


#کتاب #خوبونه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف