غزل
دسـتار په سر نه ساتي سر ئې په دســـتار ساتلے
ســـعوده پریږده مـــړه دا دې څــنګه یار ســـاتلے
د بل چـــــا زخم ؤ چې زه ئې رنځـور کـړے ومه
خـــــپله رغـــیږي زمــــا ذهــــن یې بیمار ساتلے
دلـــته یو کـــس دے چې هـــنر ئې راله اووژلـــو
هغه ته هــیڅ نه وائي خلکو مــــا له دار ســـاتلے
چې شـــپه خـــوره شـوه زولنۍ یې راته واچولې
وې ده تر اوسه په خپل فکــر کښې سهار ســاتلی
مــــونږه سیدان یو په ښیرو کښې خلک نه یـادؤ
دشــــمنه بــند په بــند تړلــے مـــــو ازار ســـــاتلے
سعوده ځان سره مې خدای خبر چې څه کړي دي
هم خـپل وجــود راته لستوڼي کښې ښامار ساتلے
سید شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں