.
سنـــــــــدره کښې،ټپه کښې هم ګلاب ليږلی کيږي
مـــــــــيينو!! په پرده کښــــې هم ګلاب لېږلی کيږي
د چــا په ياد کښې اوغوړيږه ،اوګوره سپوږمۍ ته
اودۀ جــــانان ته شپه کښې هم ګلاب لېږلی کيږي
د امـــــــــــــــــن دعا اوغــــــــواړه وطن ته،چغه اوکړه
که څوک غواړي،جګړه کښې هم ګلاب لېږلی کيږي
يو شـــــــعر د سايل اولېږه يو چا ته په پيغام کښې
آســــــــــــــان دی کنايه کښې هم ګلاب لېږلی کيږي
خـــــواږه خـــــــواږه په سرو سترګو ور اوګوره په شا
په دغـــــــــــــــــه مرحله کښې هم ګلاب ليږلی کيږي
فـــی احسنِ تقـــــويم تکـــــراروه مـــــــــــــفتي جانانه
دېرشــــــــــــــمه سېپاره کښې هم ګلاب لېږلی کيږي
په سپينــــــــــه ږيره لاس وهه،چرت مه وهه ممتازه
د عــــــــــــمر دې حصه کښې هم ګلاب لېږلی کيږي
ایک تبصرہ شائع کریں