ځان له مې غم کړی دی غم مې را کم کړی دی

شاعرې

اتوار، 13 جولائی، 2025

ځان له مې غم کړی دی غم مې را کم کړی دی

 



غزل- رياض تسنيم


------------------

ځان له مې غم کړی دی

غم مې را کم کړی دی


زړۀ مې وۀ که شين کاڼی

اوس مې نرم کړی دی


دومره غفلت کبر وي

تا خو قسم کړی دی


داسې خود آزاره يم

ځان مې رجم کړی دی


ژبه د سرمد لرم

سر مې قلم کړی دی


دا جهان دا کوږ جهان

کوم سړي سم کړی دی


چا د عاشقۍ وطن

داسې شړشم کړی دی


دا په پټو سترګو څښه

دا جام مې دم کړی دی


زۀ خودسر دې رام نۀ کړم

ځکه مې رم کړی دی


خېر غواړه تسنيمه! بيا

نن ئې کرم کړی دی

----------------++


۱۸ اکتوبر ۲۰۱۷ کراچۍ

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف