ما زمزمې د خاموشۍ اورېدې ته چې نه وې

شاعرې

جمعرات، 17 جولائی، 2025

ما زمزمې د خاموشۍ اورېدې ته چې نه وې

 



غزل 

ما زمزمې د خاموشۍ اورېدې ته چې نه وې 

مــا لکه ته د زنـــدګۍ اورېــدې ته چې نه وې

ســتورو به هم ژړل په تاپســې زما سره خـو

ما ژړاګانې د سپوږمۍ اورېدې ته چې نه وې 

ښه ده چې راغلې ګنې زه خو درنه تلے وومه 

خبرې مــا د خـودکشۍ اورېدې ته چې نه وې 

مــا يو اواز ددې کلهــم کاٸينات نه اورېـــــدو 

ما دخپل زړه پټې سلګۍ اورېدې ته چې نه وې 

ما به په سترګو باندې هډو حس کولې نه شوې 

ما به په غوږو رنګينۍ اورېدې ته چې نه وې 

ما ته کتلې ما په تا پسې نيست کـړے وه ځان 

چغې مې کله د هستۍ اورېدې ته چې نه وې 

مــــا به د وره په زنځيـــر ځان مشغلوٶ ښکليه 

مــا به ويرنې د يارۍ اورېــدې ته چې نه وې 

دريابه ســــتا د غــزلونو نه مې خوند اخستو 

ما به د خيال په موسيقۍ اورېدې ته چې نه وې 

١٢ جولاٸي ٢٠٢٥ء --------- ګلبام

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف