غزل د عمردراز مروت صیب
پروت ! لکه ! په سر !مې آسمان داسې و
ما باندې يې خداي شته احسان داسې و
نور ې د ښاېست درته هيڅ نه وايم
خاص ! لکه د ګل ې دوران داسې و
ګل وو په هر حال کښې په خندا به و
واړه ! عمر دغه انسان داسې و
غم ته ې ورپرې نښوم تمام عمر
ما باندې په خداي مهربان داسې و
ويره ې بغير د خداي له چا نه وۀ
خداي ورله ورکړې ايمان داسې و
زه ورته تړلې په خپل سر نه ووم
ما باندې له ځان څخه ګران داسې و
حسن که د لارې مسافر و خو
عمر ! هم ! بيړۀ ! روان داسې و
سر ې د ديدن په بدله غوښتو
نرخ د دې نعمت ې ارزان داسې و
زه جوړ د يارۍ په تول پوره نه ووم
نه ! وايمه ! دا ! چې ياران داسې و
ښکلي ې په سر ټول رسولي و
حسن کښې تر ټولو ودان داسې و
يار عمر دراز مروته ګرم نه و
ما پرې خطا شوې ګمان داسې و
عمردراز صېب درجات دې بلند شه ۔۔امين
ایک تبصرہ شائع کریں