غزل : رياض تسنيم
شـــــــور د هستۍ له سمندره راځي
هــــر چې راځي له دې منظره راځي
-
زه هم شپونکی د دغه غــــرونو ومه
اوس نه ټپه او نه سنـــــــدره راځي
-
مشک خو کـــــــرم و د مشکينو زلفو
دا چې ډډوزې له بستـــــــــره راځي
-
زخم هـر زخم چې تر مـــــــا رارسي
ستا د لينـــدې، ستا له خنجره راځي
-
څومــــــره تغمې مې په سينه ولاړې
څومـــــــره غوصه په نه خبره راځي
-
اوس د دې زمکې تپ اسمان ته رسي
اوس دې په خوب کې شنه کونتره راځي
-
چا ته دې مښکې غـوړولی منظــــــــر
ټـــول بې زبـــانه، بې بصـــــره راځي
-
تسنيمه! څه شوې اواره شوګيـــــــرې
اوس راله خــــــوب له مازيګره راځي
خدامست تسنيم
ایک تبصرہ شائع کریں