چې زما مينه ستا په کار نه راځي
ما ته جانانه بله لار نه راځي
د پوهه سترګو مې تا لوست اونکړو
ما ته په خُله چل د اظهار نه راځي
د لېونو هوښياري هم ومنئ
په دشتو ګرځي خو په ښار نه راځي
د فن د خرڅ هنر مو زده نکړلو
د دغې ګټې کاروبار نه راځي
زما د زړه په چينه خُله دې کېږدي
چې مئيخانو کې د چا وار نه راځي
ګران د زړګي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي
-
اکرام الله ګران بابا /
-
ایک تبصرہ شائع کریں