سترګې مشال لرم نه لاس کې مې ډیوه ملنګه

شاعرې

منگل، 15 جولائی، 2025

سترګې مشال لرم نه لاس کې مې ډیوه ملنګه

 



غزل    

     : رياض تسنيم


سترګې مشال لرم نه لاس کې مې ډیوه ملنګه

لکه  د هجر  د  شپې   هره   لار  اوږده   ملنګه


ښه  ده چې هره  کربلا  مو له نژدې ولیده

ډېره مو  کړې وه  له ورایه تماشه ملنګه


دا خلک ساه نه اخلي مرګ ته ورځې شپې لنډوي

دا جهان نه دے دا جهان دے هدیره ملنګه


هره  څېره  ده د  ګومان په اډانه  ولاړه

هر يو تعلق  دے  لکه  تېره  زمانه ملنګه


توره تیاره ده او یاران دي د مارانو په څېر

ته په چا ملا تړې ته خپله لار وهه ملنګه


يا خو د هر سړي زخمونه کشمالے نه سپړي 

يا محبت دے خپله خپله تجربه ملنګه 


خوب مې لیده او ددې خوب په معنا هم پوهېدم

لار مې لیده او رانه لاره ورکېده ملنګه


ورځ د تسنیم غوندې په نه زړه په خندا تېروه

چې نیمه شپه شي خپل زخمونه دې شمېره ملنګه

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف