دا دومره لار وهل، ياره وړه خبره نۀ وه

شاعرې

پیر، 11 اگست، 2025

دا دومره لار وهل، ياره وړه خبره نۀ وه

 



دا دومره لار وهل، ياره وړه خبره نۀ وه

ځان تاته رسول ياره وړه خبره نۀ وه


ځانونه مو پۀ لار لکه د رېګ د څلو باد کړل

خپل څلي بادول، ياره وړه خبره نۀ وه


پۀ ځان باندې مو څومره پۀ اسانه قدم کښېوه

خو ستا کبر وژل، ياره وړه خبره نۀ وه


تسنيمه! چرته زۀ او چرته هغه رڼې سترګې

دې زړۀ کښې مې وئېل، ياره وړه خبره نۀ وه


 رياض تسنيم

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف