ماهيې ـ رياض تسنيم (۱) ټک وهلي پۀ ګرېوان دي

شاعرې

جمعرات، 17 جولائی، 2025

ماهيې ـ رياض تسنيم (۱) ټک وهلي پۀ ګرېوان دي

 



ماهيې ـ رياض تسنيم


(۱) ټک وهلي پۀ ګرېوان دي

      دغه ستوري ځواني مرګي

     ستا دَ حسن ګواهان دي


(۲) شرنګ مې خېژي لۀ زنځيره

     دا دَ کوم ارمان قېدي يم

     دَ بغداد کامله پيره


(۳)  بوی ترې خېژي دَ لونګو

      څوک به څۀ رنګه صبرېږي

      لۀ خوش رنګو، شوخ و شنګو


(۴) رخصت اخلي مازيګر دے

      جينۍ نيمه پاتې نۀ شوه

      خو لالے پردے نوکر دے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف