لاړې ارزوګانې مې زړې شولې خزلې شوې
هاغه د ځوانۍ د لېونتوب قصې مې غلې شوې
نۀ ماښامے درد او نۀ سرور د سحر پاتې شو
ټولې رنګارنګه تلوسې مې په پښو شلې شوې
هۍ نصيبه! مړې کۀ مې لمبې د ارمانونو شوې
زر پسې لمبې د محرومَيو راته بلې شوې
کړے مې د عمر ډېر مزل دے ستړے شوے يم
لنډ راته منزل شولو او لنډې مې مزلې شوې
شپه او ورځ دوه پلونه دي د ژرندې وړۀ کوي تنې
څۀ د غم سندرې ، څۀ نغمې او څۀ غزلې شوې
زر ، کۀ جواهر دي ټول له خاورې زېږېدلي دي
څۀ خاورې به ښۀ شې دغه خاورې کۀ دې خپلې شوې
زړۀ مې روغانيه! لکه سوات يتيم يسير شولو
ژوند پکښې اور واخستو تالا پکښې ځنګلې شوې
عبدالرحيم روغانے
ایک تبصرہ شائع کریں