پـۀ ژونـدون مـړی د ګــــور شـي چـې زړۀ مـات شـي

شاعرې

اتوار، 13 جولائی، 2025

پـۀ ژونـدون مـړی د ګــــور شـي چـې زړۀ مـات شـي

 



پـۀ ژونـدون مـړی د ګــــور شـي چـې زړۀ مـات شـي

کلـی کـور ســـــــړي تـه اور شـي چـې زړۀ مـات شـي


تـر خپـل ځـــان پــورې محـدود شـي، یـک تنـها شـي

نـۀ د چـوک او نـۀ د کــــور شـي چـې زړۀ مـات شـي


لـۀ جـامو او لـۀ پېـزاره نـه بېـــــــــــــــــــــــــزار شـي

لـۀ هـر چـا نـه یـې زړۀ تـور شـي چـې زړۀ مـات شـي


ځـان جهـان او خـوږ جــــــــــــــانان شـي ورنـه پـاتې

لـۀ هـر چـا نـه یـې زړۀ تـور شـي چـې زړۀ مـات شـي


سپـورې شـونډې تـر لېمـۀ، مــــــــــــــــــلالې ستـرګې

یـو جنـون وربـندې سپــور شـي چـې زړۀ مـات شـي


هغـه کـــــــــــــــــــــــــس چـې وي رونـق د محفـلونو

کـټ کښـې پړمـخه نسکـور شـي چـې زړۀ مـات شـي


کـه د "درد" غـوندې صــــــــــــــــــابـر او خنـدا رو وي

مـایوسي نـه ســــــړی خـور شـي چـې زړۀ مـات شـي


رحمت الله درد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف