د اختر میاشت
د اختر میاشت لکه د مستی پیغلې
ماته موسکی شوه وې وی
هسې دې ژوند خاورې کړ
هسې دې ځان خراب کړ
نه په سپرلي خبر شوې
نه په ځوانی پویه شوې
ژوند د ښائست د جنتونو ګوډی
ځوانی د مېنې د نغمو ښاپیری
تا حرام کړي په ځان
نه دې ترې خوند واخست
نه دې ترې رنګ واخست
د اختر میاشت لکه د مستې پیغلې
ماته په سترګو کې موسکی شوه وې وی
د اندښنو اورونه
د تلوسو فکرونه
د زړه نه لرې باسه
دغه فکرونه پریګده
پریګده غمونه پریګده
درودنه لرې اندښنې پریګده
لږ رانزدې شه ماته
راشه راغاړه وځه
زه خوشحالي درکوم
مبارکی درکوم
زما ده یخو پلوشو په رڼا
د زړه زخمونه وینځه
مړاوی ګلونه وینځه
د مستی تار اوچیړه
د ځوانی خوند واخله
ما وې په نوې سپوګمي نوې پیغلې
ستا نه لوګی شم
ځار شم
ته څه خبر یې چې زما په زړه کې
ستا د راتلو په امید څومره پسرلی خندیده
ته څه خبر یې چې د شپې تیارو کې
ما ستا یاد په رڼا
ستا ده راتلو په طمع
څنګ انتظار کړی دي
څنګ شوګیرې کړې دي
ما وې چې ته به په خندا راځې
ما وې چې ته به خوشحالې راوړې
زما د یاد ډیوې زما د امیدونو رڼا
ما وې چې ته به د تیارو زړه چوی
ته به وریځ ورکوی
ته به رڼا راولې
خوږه پسته او نرمه نرمه رڼا
خو!
ستا نه لوګی شم ستا د نومه ځار شم
زه څه خبر ومه چې ستا زړه به هم
لکه زما زړه ده زخمونو ډک وی
د غریو نیولو لیونو زخمونه
چې د خندا په غیږ کې نه پټیږی
د نرمو شونډو د نازکې خندا
ستا د رڼو سترګو رڼو ککو کې
ستا د زړه درد خندی
زخمونه ښکاري
ته چې په ما د اختر زيری کوې
مبارکې راکوې
زما نیازبینې سپوګمې
زما میئنې سپوګمې
ته چې په ما د اختر زېری کوی
مبارکي راکوې
زما نیازبینې سپوګمې
زما مئینې سپوګمې
اول دې خپل زړه روغ که
خپل پرهرونه وینځه
خپله سودا او اندښنې لرې که
بیا به زما زړه روغ کړې
بیا به ما وخندوې
مبارکې راکړې
ځه خوشحالی به راکړې
صاحب شاہ صابر
#پیښور جیل1978
ایک تبصرہ شائع کریں