غزل: رياض تسنيم
--
که ستا نامه اخلو هم، ځلې لـه مـو راځي زخمونه
يو زخـم نـه دی، زمـونږ ټولـه زنـدگي زخمونه
وينه قطره قطره راتـوې شوه د گلاب لـه شـوندو
څوک به تر کومې په سينه کې پټ ساتي زخمونه
نۀ دي هغـه نرخونـه پـاتې، نـه هـغـه سـوداگر
اوس به یاران په کوم دوکان کې خرڅوي زخمونه
خو یو کتـاب يـا صـحیفه پکې نازلـه نـه شـوه
نــور گنـي دا دور لـري پېغمـــــــري زخمونـه
ورکړه د خېر هم په هنر ده، ځکه ټول خېـر گـري
وختـي سـحـر پـه خپـل بـدن سينگاروي زخمونه
نــاقراري ده اؤ اوږده نـاقراري تسنیمه!
نـه يـې زه ووژلم، نـه خـلـه بنـدوي زخمونـه
--
---
----
ایک تبصرہ شائع کریں