غزل: رياض تسنيم
______________________
تـا د ســــرو چــړې راوړې وې تحفه کې
مونږ پخپله پرې دا خپلې ژبې پرې کړې
پريوتل د نصيب ستــــوري په هـر لوري
زړونو ځکه د زخمونـــو ډيوې مړې کړې
ستا د خلې خواږۀ مې واچول لهجه کې
ستـــــا غمــزې مې رديفونه قافيې کړې
قصــور وار يو که ګيله مو قـــدرې وکړه
ګناهګار يـو که دريادې مو وعــــدې کړې
غلي نه شو چې تر څو مـو د زړه زور وۀ
مونږ د ښار پُنبه بګـوشو ته نعــــرې کړې
د سفـــــر پيټی مو سپک نه شو تسنيمه!
زنــــدګۍ رالـه ملاګانې را کـــــــږې کړې
_____
____
___
__
_
ایک تبصرہ شائع کریں