چـې د حســن په نظـر کـښــې ذي وقـــــار يـو
مــوږ که فخـر په خپل عشـق کـوو حقـدار يـو
سـر مو جـګ وي له غــــروره ښکلـي ښکــــارو
مــوږ که بنــد يو په زنـدان کښې که په دار يو
کـه ازغــــي يو د ګلچيـــــن لاسـو نه نيســـــو
مـــوږ چـې ولـې د مالـي د سترګــو خــــار يـو
مـــوږ د عقــــل دعــوى نـه لــــــرو ناصحــــــه
شکـر شکـر چې په عشـق کښې پختـه کـار يو
خپــل غمـونــــــه مو که کـم نه دي لـــه چانـه
خـو د بـــل پـه درد شريــــک يــو بېـقـــرار يـو
محبـــت چې پکـــــې جــرم نـه وي خلکـــــــه
مــــوږ د هغـــــې زمانــــــې پـه انتظـــــــار يـو
راســـره خـو تــش يـو زړه دى ليکـــــن "درده"
د کنـعــــان د ټــولـو ښکلـــــو خـريـــــــدار يـو
پروفيسر رحمت الله درد
ایک تبصرہ شائع کریں