: رياض تسنيم
څـه تصويـــر چپ، څـه آئينې چپ دي
تسنیمــه ! ټــولــــې هنـګامې چپ دي
دا ناشنــائي او مختصـــــــر ملاقــات
سترګې ډير څه وائي که خلې چپ دي
خپلې نعــــرې مې په څپيـــــړو وهي
چې ټولــــې بنـــــدې دروازې چپ دي
کوم يؤ ســــړي ته ياد د مينې حرمت
ولې د بـــــــــــــدھ مجسـمې چپ دي
لاره ابـاده ـــــــــــ د قـــاتـــل د دوکان
قامــــــونـــه چپ دي قبيـلې چپ دي
تسمينه ! دا چپتيـــــا قيامت ګڼه ، چې
ياران د ژونــــــــــد د ښارئې چپ دي
ایک تبصرہ شائع کریں