ناسـت وي پـه محفــل کښـې خـو تنهـا لګــي

شاعرې

جمعرات، 26 جون، 2025

ناسـت وي پـه محفــل کښـې خـو تنهـا لګــي

 



ناسـت وي پـه محفــل کښـې خـو تنهـا لګــي 

پتــــــه د مٸــــــيـن ســــــړي صــــــفا لګــــي


دا واړه اعجـــــاز دې د ســــرو شــــونډو دى

تــه کــه دروغ هـــم وايــــې، رښـتيـــا لګـــي


زه يــې د "خوشـــال" غونــدې پـه جـار منـم

ښکلــــي ګنــــي خلکـــــه! د هـــر چــا لګــــي


نـه غـــوړاي، د زړه عـــلاج مـې نــه غــــواړي

وايـــــــه ګنـــــې څــــــه د مســيـحــا لګــــي


زه چــې د چــا بــل ښکلــــي صفـــت کــــوم

خـــداى خبـــر چــې ولــې بــد پــه تــا لګـــي


نــاز او پــه ستـم کښـې فــرق اسـان نــه دى

ښکلــــي مــــوږ تــه ځکــــه بــې وفــا لګــــي


غشـــي چـــې کـــاږه وي هــــدف نـــه لګـــي

ستـــا باڼـــــه کــــاږه دي خـــو رســـــا لګــــي


وې ليــدم، مــوسکـۍ شــوه، رو يــې وويـــل

"درد بــــه مـــې پــه ټـنــډه خـامخــــا لګــــي"


پروفيسر رحمت الله درد

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف