ارواښاد رياض تسنيم صيب
غزل
/
بانو د ښار ته وايه - زۀ راغلے وم خو تا له
بانو د ښار ته وايه - هر يو داغ دې راکړۀ ما له
/
بانو د ښار ته وايه - تر سبا لاسونه را کړه
بانو د ښار ته وايه - وعدې بيا کوه سبا له
/
بانو د ښار ته وايه - غشي وَله پۀ مېدان کښې
قسم دے ، کۀ مې سترګه به هم سوزي لۀ جلاله
/
بانو د ښار ته وايه - هره ساه مې معطره
دا کومه خوشبوئي مې کشيد کړې ستا لۀ شاله
/
بانو د ښار ته وايه - بنفشي پلوشې نوَلې
بانو د ښار ته وايه - خالي نۀ ئې لۀ کماله
/
بانو د ښار ته وايه - لۀ محوره بَهَر نۀ شوم
قسم دے ، کۀ پښتنه مې وي کړې لۀ کولاله
/
بانو د ښار ته وايه - پاېمال زړونه غوړېږي
مۀ ترس راوَله زړۀ کښې ، مۀ وېرېږه لۀ زواله
/
بانو د ښار ته وايه - د غرور ثاني دې نشته
اے کاش ، چې تۀ خبر خو وے لۀ هجره ، لۀ وصاله
/
بانو د ښار ته وايه - چې دې ناف کښې خوَلې ډنډ شوے
اے کاش ، چې دې پاشلے دغه فېض وے لۀ دسماله
/
بانو د ښار ته وايه - کوم کوم صبر وظيفه کړم ؟
تر څو به وي تسنيم داسې بې دمه ، بې مجاله
/
۱۹ اکتوبر ۲۰۱۷
کراچۍ
ایک تبصرہ شائع کریں