رحمان بابا ته نذر
________
د زنځيــــــــر کـــړۍ کــــړۍ مې هـر ارمان شۀ
لويه خدايه ! دا خپل کـــــــــور راته زندان شۀ
يــو د خـاورو کنـــــــــــډولے ذرې ذرې پـروت
دا بې صبـــــــــره زړۀ پۀ مـا بانــدې تاوان شۀ
نۀ چا ګُتې پرې کړې، نۀ ئې څوک تپوس کړي
ستا يوسف څومــــره پۀ مِصر کښې ارزان شۀ
يو کنـــــــډر ئې لوئې ثبـــوت د بـــربادۍ دے
دوباره کۀ دا ښــار هر څومـــــــــــره ودان شۀ
نمر هم ځان د تورې شپې کفن کښې ونغښت
يو ناکامه ســــــــړے هـم کــــــور ته روان شۀ
عشق د وصل مرحلو کښې يـو ګــــران کار وۀ
چې د هجــــــــــــــــر مــرحله راغله اسان شۀ
خلق وائي چې پۀ ګُل هم تۀ ويشتل کـــــــړې
يو زمــــونږ پۀ زړۀ کښې خاورې دا ارمان شۀ
يوې پېغلې پۀ زيارت شکــــــــرانه کېښـــــوه
يـــو لالے د لـــــــــــــــرې ملک نـه راروان شۀ
يو زرګــــر ورته نيم نيم نۀ پاتې کيــــــــــږي
يو بـــــدن د ســــــــرو اؤ سپينو زرو کان شۀ
خلقه! کډې ګرځـــــــول زمانه زده کـــــــــــړئ
چې مې زوړ پاس پۀ اوږو د کـــور سامان شۀ
چې د ستــرګو کچکولونه ئې نسکور کـــــــړل
يــــو ملنګ پـۀ ملنګۍ کښې شــــاه جهان شۀ
يو رحمٰن ، پۀ سړه بن کښې ګل پاشي کــــړه
يو تسنيم پۀ کراچۍ کښې غــــــزل خوان شۀ
رياض تسنيم
ایک تبصرہ شائع کریں