عجبه حېراني ده، عجب غلي يو ، جانانه

شاعرې

بدھ، 25 جون، 2025

عجبه حېراني ده، عجب غلي يو ، جانانه

 



غزل ـ رياض تسنيم

کتاب ـ چندڼ


عجبه حېراني ده، عجب غلي يو ، جانانه

چا داسې آئينو ته ودرولي يو، جانانه


نور دا د قسمتونو ستوري ښۀ راته معلوم دي

دا ډېره ده، چې خيال کې دې راغلي يو جانانه


کاش تا خو د دې هجر د شپې حال پښتلے نه وے

که نور چا نۀ يو، تا خو ازمائيلي يو جانانه


نغمې مو لکه سېل نه جدا شوې زاڼې ژاړي

دا ځلې داسې زړۀ باندې داغلي يو جانانه


دې خاورو او ګردونو کې هم سحر غوړېږو

ګلاب يو او چا لاره کې کرلي يو جانانه


د ځان سره مو جُخت د دائرو په سفر بيايي

دې خپلو خواهشونو کلک نيولي يو جانانه


دې دور کښې مو دا حواله هم غنیمت بوله

بس اوښکې يو او سترګو کې راغلي يو جانانه


تسنيمه! حُسن واړه مو د زړۀ دننه وليد

په خدائے که کوهِ قاف ته پسې تلي يو جانانه


~ ارواښاد رياض تسنيم 🥀

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف