د خپل مرکز ،د خپل وجود نه ګريزان دي خلق
د چا جنده يې لاس کې ؟ چاپسې روان دي خلق
د زندګۍ معنا د خپلو مړو شمار پاتې شو
اوس په تلاش د کوم خواهش ؟ د کوم ارمان دي خلق
د خودکشۍ په لذتونو دې ماړه کړل دومره
چې اوس کاڼه دي،هم ړانده دي هم ګونګيان دي خلق
يا له ښاخونو را ځوړندې زيړې پاڼې رپي
يا د خپل سوچ په صليبونو اويزان دي خلق
چې وس يې رسي، د خپل سيوري نه هم لرې تښتي
هغه وخت راغى چې په ځان هم بد ګومان دي خلق
دوى به په کومه خْله تپوس د خپلې وينې وکړي
دا چې په خپلو قاتلانو عاشقان دي خلق
تسنيمه ! دغه ځاى کې زړه مې لږ له ځانه ښه شي
چې زه کافر يم او نور ټول مسلمانان دي خلق
ایک تبصرہ شائع کریں