========غزل درويش درانی ========
------------------------
له اشنا سره کاته غواړم چي وشي
کېداى نه شي مګر زه غواړم چي وشي
چي د ښکلو پام و ماته هم را واوړي
په دې اړه څه نا څه غواړم چي وشي
دا چي نه غواړم راتګ ستا خو نو دلته
هغه کېږي چي زه نه غواړم چي وشي
په لېمو خو مو ډېر څه سره بيان کړل
څه خبري اوس په خوله غواړم چي وشي
اشنا وايي يو باران د تېرو غشو
اے دروېشه! ستا پر زړه غواړم چي وشي
ایک تبصرہ شائع کریں