غزل
لري به زه له خپل منــــــزله يم خو دومره نه يم
ستا په نظر کښې به خزله يم خو دومره نه يم
خپله خطـا مې پيـــژندلې ده بس دومره بس ده
زه بدنصيبـــــــه له ازله يم خو دومـــــره نه يم
چې ژوند کــــوم نو د ژوندون مبارزه به کــــوم
زه ستړے شوے له مزله يم خو دومـــره نه يم
د وخت ستـــــم دے نن راغلے دے صبا به نه وي
مايوسه زه له ځانه خپـله يم خو دومـــره نه يم
تا راته هم د درتلـــــــــو لارې په ازغـــــو کنډلې
زه ملامته درته ګلــــــــه يم خو دومـــــره نه يم
بيخوده پروت ستا د رخسار غرمــو وهلے جميل
لاندې د سيوري له اوربله يم خو دومـــره نه يم
ایک تبصرہ شائع کریں