نن پينځلسم مارچ دے، نن د خان عبدالغني خان بابا د وفات ورځ ده الله دې ورته جنتونه نصیب کړي روح ئې ښاد شه.
چغې وهې اجل مولا ته اورې که نه اورې
تشه خاوره نه ده غنې څنګه به شې خاورې
غني خان
#rememberingghanikhanbaba
که مونږ د غني خان بابا علامتي شاعری اوګورو نو ددی علامتونو په ذریعه د خپلې پښتنی معاشری اصلاح پکې ښکاره په نظر راځي. د مثال په توګه د چرګ نظم کې غني خان واېي:
خوراک کوی د سپي او مسلې د ملایانو
بانګونه د بلال او لنګولی د چنګړیانو
پرتوګ دی یاره نه شته خو شمله نیغه د خان
شل ښځې دی ساتلې خو سحر واېي اذان
په جنګ بهادر او مستانه لکه چنګیز
په مینه کې بی شرمه بی پرواه لکه انګریز
اوربوز دی د قاضي دی طبیعت دی د هټلر
آواز دی د پخنړو دی او انداز د منسټر
انجام دی ای مجنونه د ډیران
یو ورځ به وروستی بانګ اوکړی
ډوډۍ به اوکړي خان.
عبدالغني خان د پښتنو د ستر ټولنیز، سیاسي شخصیت خان عبدالغفار خان مشر زوی دی. غني خان د هندوستان د نیمې وچې د خلکو د ازادۍ په غورځنګ کې د ماشوموالي څخه د پاکستان تر را پیدا کېدو پورې مخامخ برخه اخیستې او بې شکه د ضد استعماري او ضد امپریالیستي مبارزې د میدان یو پیاوړی مبارز پاتې شوی دی او په دغه لاره کې یې سختۍ او جېلونه ګاللي دي. د دې سره سره د مستعمره هند تر محدود واک لاندې انتخاب شوي مرکزي قانون جوړونکې اسامبله کې د هند د ازادۍ غوښتونکي ګوند کانګرس له خوا د پښتنو د صوابۍ یوازینی منتخب نماینده پاتې شوی و.
د هندوستان د وېش په نتېجه کې د پښتنو بې برخې کېدو غني خان په مروجو او بې ثمره ګوندي سیاستونو بې باور کړ. د سیاست د چیغو او نارو له کتاره را جلا شو او د شعر تېره توري یې د نابیان شويو حقیقتونو او نا ویونکو درکونو او رسوا کولو لپاره له تیکي را وایستل. هر څه چې یې زړه او الهام ورته ویل هغه یې ولیکل او په دې توګه یې لوی عقل چې (شعر) نومېږي صیقل کړ. او د رعایتونو او او قیودو له ننګ او شرم نه یې ازادي ورکړه.
بې له دې چې غني د فلسفي تفکر په لحاظ تحلیل کړو او بې له دې چې د یوه نقاش، مجسمه جوړونکي او څو اړخیز هنرمند په توګه یې وڅېړو، دی زموږ د دور یو ډېر لوی شاعر دی چې د انسان ښکلا او لویي
او د هغه په کمزوریو تر بل هر پښتون شاعر ښه پوهېدلی.
په پاکستان کې د پښتو ژبې د روانې بدمرغۍ
او د پښتنو د کم سوادۍ له کبله د عبدالغني خان شعر دنیاوال د ده د شعر پیاوړي موزیک او د هغه د رنګینو عطرو د وږمو له احساس څخه محروم کړيدي زه باور لرم چې پښتانه افغانان او نړیوال به په لنډ راتلونکې کې غني د خپلو نه فنا کېدونکو شعرونو په محراب کې وویني او وبه یې لمانځي.
د غني انتقادي ژبه بربنډه ده. دی دیوه رومانټیک ریالیسټ په توګه د ښکلا او مینې ستایونکی دی، لیکن په هر څه هر ځای او هر وخت کې انسان دا د ځمکې خوځنده او هوښیار خاوند نه هېروي، هغه له خپلو ټولو بدیو او خطاوو سره دده د شعر په محراب کې ناست دی او د خپلو ښېګڼو او بدیو په نندارتون کې د غني خان شعر ته د لذت او عذاب به زانګو کې د ژوند د دوام لپاره الهام ورکوي۔
ایک تبصرہ شائع کریں