مړ دی راشد ورک نه دی بیرته را پیدا به شي

شاعرې

جمعرات، 19 جون، 2025

مړ دی راشد ورک نه دی بیرته را پیدا به شي

 



را به شي پخلا به شي

ان شاءالله زما به شي


ټول لاسونه پورته کړﺉ

ستاسو په دُعا به شي


څو پورې به پټه وي

مینه ده رسوا به شي

دا خو انکار نه دی چې

اووایي چې بیا به شي


لږ که ورته وګورم 

ډیره وار خطا به شي

ګټه  د  بزګر  خانه

ستا او د ملا به شي


سوله  او  ودان  وطن 

خوب دی خو رښتیا به شي

مړ دی راشد ورک نه دی

بیرته  را پیدا  به  شي


راشد خټک






شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف