غزل. ډاکټر محمد اسرار اسرار
زۀ دې دنیا کښې، بې نقشې روان یم
څوک چه راځی، زۀ ورپسې روان یم
یو تنهائی ده ، بلا لاره اوږده
کؤم د ځان سره ټپې روان یم
چرته چه اووینم رڼا، ور زغلم
زۀ یم اخستې تورې شپې روان یم
د کائنات په نندارتون کښې ګرځم
کؤم د مفتو تماشې روان یم
زۀ د جنت نه لږ شان لرې یمه
زۀ د دوزخ سره نزدې روان یم
هر مسافر اوړی توښه ځان سره
زۀ د دنیا نه بې توښې روان یم
اسراره ! خوند له بوډاتوبه اخلم
په سمه لار وهم، دیکې روان یم
ایک تبصرہ شائع کریں