غزل
که اوچ سپیره خزان وي که ګلونه د شړشم وي
موسم خو چې هر څه وي بې جانانه جهنم وي
فن دا سې چې حسین وي، پکښې زړۀ وي ، پکښې روح وي
چې زړۀ وي چې مئین وي، پکښې درد وي پکښې غم وي
فنکار غواړي تراشل غواړي، د خیال د روح په ګوتو
د هر شډل بډل کانړي دننه یو صنم وي
زما د بنړو اوښکې په ګلاب شونډو کښې واخلي
چې دلته وي نو اوښکې وي چې هلته وي شبنم وي
ژوندون خپله د ځان سره راوړې هنګامې دي
په یو وخت به سندرې وي په بل وخت به ماتم وي
اے زړۀ حسن سپرلے هم وي، خو دشت او بیابان هم
د ګل سوريې به هم وي ، دلمبې سوریې به هم وي
غمونه د جانان ، لوئے که واړۀ وي سړے وژني
نه یو د یو نه کم وي ، او نه بل د بل نه کم وي
چې ستوري او سپوږمئ سره همدم او هم قدم وي
سائله نو د تورې شپې په غولي به ماتم وي
ښاغلي رحمت شاه سائل صیب
ایک تبصرہ شائع کریں