د تندي کرښې بدلېږي ، اے انسانه پۀ تدبیر
اعتماد ځان کښې پېدا کړه ،چې بدل دې شي تقدییر
کۀ پۀ رب دې بهروسه وي ، نو پرانستې تڼۍ ګرځه
کۀ انسان آسره کوې نو ، بیا به ګورې ځان له پیر
چې د قام پۀ وینو پائي دے ،کۀ هر څۀ ځان ته وائي
خو زما پۀ خیال غاصب دے بد لېوۀ دے بد خنزیر
وطن کور وي د وګړو د هر چا وي خپله برخه
داسې نۀ ده چې به دا وي ، د یو څو تنو جاګير
چې انصاف چرته کښې نۀ وي هلته امن سکون نۀ وي
هر یو کور مورچه مورچه وي هر بازار زنځیر زنځیر
چې بې حسه خود غرض شي هغه قام نیست و نابود شي
د عظمت پۀ بام اودرېږي ، چې ژوندے لري ضمیر
د سراج دغه دعا ده ، چې هیڅوک دې خفه نۀ شي
چې هر څوک خوشاله غواړي ، بیا به ولې وي زهير
سراج الدین سراج
"د شعور انګازې"
ایک تبصرہ شائع کریں