څه ګلونه په شیشو کي څه ګلونه د شیشو دي
ننني ښکلي مخونه ښایستونه د شیشو دي
ننني زخمونه څه دي ننني دردونه څه دی
تصویرونه په شیشو کی تصویرونه د شیشو دي
څوک د هر چا سره ژاړي څوک په هر چا پوری خاندی
د چا سترګی شوی د کاڼو د چا زړونه د شیشو دی
د جونګړو ډیوي هسي په جونګړو کی زړی شوي
د یارانو ارمانونه محفلونه د شیشو دي
خاموشی پکي دیره دي ویراني پکی اوسیږي
که کورونه دی د خاورو که کورونه دی شیشو دی
ددي ښار غوښي رګونه ددي ښار خوږمني سترګي
سړکونه د تارکولو دکانونه د شیشو دي
زما صابر
ایک تبصرہ شائع کریں