د غنی خان بابا په شاعری که لګ ډير خلک پوهيګی خو منی یی هر سڑی۔ او بیا د هغه په شاعری کښې چي کومی پټي او ژورې خبرې ذکر دي هغه پټی او ژوری خبرې يو عام انسان په هغي نه پوهيګی او نه يي معلومولي شی
کوم خلق چي د غنی بابا په دغه پټو خبرو ورله خداي پوهه ورکڑی ده په دغه سترو شخصياتو کښې يو ښاغلي ډاکټر خنيف خليل صيب هم دی کوم چي د غني بابا د ژوند او فن په اڑه ډير ليکل هم کڑي دی او ورسره يي ليده کاته هم شوي دی هغه د غنی بابا په شاعري کښې د تصور حسن او خلق باره کښې ليکي۔
غني د حسن تصور او خالق
پخوانۍ يوناني فلسفه کښې کايناتي حسن د خالق د ازلي حسن اظهار ګڼلی شوی دی- د غني خان هم دغه تصور دی خو په خپل انداز -- خپل سرور او مستۍ سره-
غني د تمام کائنات دَ حسن سرچشمه د خالق وجود ګڼي او دَ حُسن ټول کمال دَ هم هغه حقيقي حسن له مخه مني- لکه د نورو سترو جمال پرستو پوهانو غني خان هم د خالق په واړه مخلوقاتو کښې د انساني حسن دَ کمال قائل دے او د انسان دغه کمالي حُسن دَ خالق د لازواله حُسن نه عبارت ګڼي او په شاعرانه اصطلاح کښې دَ خالق حسن سمندر او انساني حسن دَ څاڅکي سره مشابه کوي: ؎
دا زما بې خودي واړه يو نظر ستا د قرار دے
دا زما درياب د حسن ستا يو څاڅکے دَ خمار دے
د خالق د حسن سمندر سره دَ خپل حسن د نسبت حواله ورکوي- او
وائي: ؎
حُسن دے بس حُسن چې هم خدائے او هم جانان دے
دې فاني مکان کښې بل مشال د لا مکان دے
يو د ګلاب مخ کښې چې ښکاره کوم جوابونه دي
نشته يو هم نشته دَ منطق په کتابونو کښې
يعنې د دې جهان حُسن دَ خالق د حُسن د سمندر له مخه دے- دَ جانان حُسن هم دَ خداې له حُسنه دے- دَ خالق دَ حُسن د معرفت لپاره چې صرف دَ ګُل په مخ کښې کومې نخښې موجودې دي هغه هم ډېر وضاحت کولے شي- خو يواځې ګل نه بلکې نور کائنات هم د خالق د حسن ګواهي ورکوي او بيا په دغو کائناتو کښې انسان ته انفراديت او خصوصيت حاصل دے- دا ځکه چې انسان سره د مينې جذبه هم شته او حُسن هم- غني په دې حقله ډېر په صراحت سره وئيلي دي چې: ؎
ستورو ته آسمان کښې يوه ورځ ووې هلال
خداې آدم له مينه ورکړه، مونږ له تش جمال
زۀ به په خندا ورکړم دا خپل ښېشت د کمال
ماله کۀ يو څاڅکے مينه راکړي څوک په سوال
مينه حقيقت حُسن سايه د حقيقت ده
حُسن له زوال شته مينه نۀ لري زوال
يعني کوم حُسن سره چې دَ مينې جذبه نۀ وي شامله هغه زوال لري- په دې لحاظ صرف دَ خالق او انسان حُسن داسې دے چې هغه د مينې تاثر هم لري او بياله دغه تاثره حُسن هم زېږوي- ځکه هغه دَ خالق حُسن ته سمندر او د انسان حُسن ته قطره وائي او بيا په خپله دُعا کښې هم دَ خالق حُسن و کمال او د نور سمندر نه ځان د پاره هم يوه قطره غواړي او وائي: ؎
اے دَ حُسن او نور دريابه ماله يو ټکے د نُور را
سترګې ډکې د خندا را شونډې ډکې د سُرور را
زۀ دې خپل ړوکي زړګي له يوه نخښه د يار غواړم
اے د حُسن و نُور دريابه ماله يو ټکے د نُور را
دې تک تور د غم محل له يو بڅرے د رڼا را
سترګې ډکې د خندا را شونډې ډکې دَ سُرور را
دې مستۍ او دې ارمان له يو تصوير د جانان راکړه
ستا په مينه نازېدل را ستا په ښکلي مخ غرور را
دې د خود سوې باغچي له يو وعده د بهار غواړم
زۀ دا نۀ و يم چې جنت را زۀ دا نۀ وايم چې طور را
د غني دَ حُسن دا نظريه ده چې هغه بنده دَ خالق دَ حُسن د سمندر يوه قطره ګڼي هغه دا هم مني چې د خالق د حُسن اثرات بنده په خپل زړۀ کښې هم ځايولے شي او داسې کولو سره بنده حُسن پرست نه بلکې په خپله حُسن جوړ شي، خودې د پاره دَ پاک او فراخ زړۀ ضرورت وي ځکه چې د خالق د حُسن تصور په زړۀ کښې ځايول ډېره لويه مرتبه ده چې غني ورته اشاره کړې ده- ؎
اے دَ ليونيانو نيکۀ لمونځ ښۀ کۀ مستي ښۀ ده
حُسن جوړيدل ښۀ دي- کۀ حُسن پرستي ښۀ ده
وي ښۀ ده مستي ښۀ ده خو زړۀ پاک لکه آئينه غواړي
دا درياب هضمول د سمندر هومره سينه غواړي
حُسن جوړېدل د بنده عشق د کمال دے
تور د غم درياب کښې سور خمار د وصال دے
انساني حسن ته دومره لوې شرف ځکه حاصل دے چې د مينې جذبه ورسره شامله ده- حسن د مينې نه نۀ شي بيلېدے او مينه د انسان په داخل، جبلت او فطرت کښې وي- په دې وجه د حسن دَ تاثر منبع هم د انسان روح او داخل وي- البته د حسن اثر له خارجي ښکلاګانو نه ضرور ماخوذ وي خو محرکه جذبه ئې بيخي داخلي وي- په دې وجه د حسن په نظرئيو کښې موضوعي نظريې ته ډېر اهميت حاصل دے او غني خان هم دې لړ کښې د موضوعيت او داخليت قائل دے- هغۀ کۀ د خپل فطرت مطابق د حُسن لټون کوي نو ځکه چې په فطرت کښې ئې مينه ګډه ده- هغه وائي: ؎
حُسن حُسن لټوومه
زۀ په مينه مينه پايم
بې وفا کۀ د جانان يم
چرته رنګ ځان له لټومه
چې يو خُم د ميوتش شي
بلے ډکې مېخانې له
تش کړے څټلے نۀ شم
زۀ مئين په پياله نۀ يم
پتنګ نۀ څټي مومونه
تورانۍ نۀ وئ سندرې
بې وفا کۀ ديو يار يم
کۀ پۀ غروي کۀ په سمه
بې د مينې مرمه مرمه
بې وفا نۀ يم د مينې
چې پرې سترګې کړم رنګينې
تش ټيکرے شي بې روحه
سينه يوسمه مجروحه
چې خوند نۀ وي د کبابو
زۀ مئين يم په شرابو
چې د شمع رڼا نۀ وي
چې مستي د سبا نۀ وي
وفادار د مينې يمه
حُسن حُسن لټومه
کۀ په غر وي کۀ په سمه
نو خبره هم هغه شوه چې غني د حسن څاڅکی او خالق بې پايانه سمندر-- د غني په نظر--
#RememberingGhaniKhan
ایک تبصرہ شائع کریں