(پيرزوينې)
منم چې ته د حسن د رنګونو باډيوه يی
منم چې ته د مينې د مستئ بله ډيوه يی
منم چې ستا په سترګو کې د نوې نشې اور دې
منم چې ستا په شونډو د سپرلي د خندا شور دې
منم چې ستا نازونه پرهرونه خندوي شي
منم چې اداګانې دې سپرلي لمبه کوي شي
منم چې ستا په زړه کې څه خبره څه قيصه ده
منم چې ستا زما نه څه خفګان دې څه ګيله ده
پوهېږم په غصه غصه کتلو دې پوهېږم
د سترګو د بڼو په خوزولو دې پوهېږم
زه هم څه ويل غواړم خو په زړه زړه کې يرېږم
د مخه دې شرمېږمه د سترګو دې شرمېږم
چې خوله جوړول غواړمه حيا راشي پيکه شم
په ځان پورې خندا راشي د ځان سره کچه شم
دا نه چې زه بې زړه يمه يرېږمه شرمېږم
دا نه چې زه بې مينې يم د مينې نه پټېږم
دا نه چې ستا د حسن په رنګونو بدګومان يم
دا نه چې ستا د مينې په لوظونو بدګومان يم
خو د ماحول د مينې د الفت دپاره نه دې
دا کلي د وطن د محبت دپاره نه دې
دا بېله ده چې زه پکې د عشق سندرې وايم
دا بېله ده چې زه پکې سره د مينې پايم
خو زه چرته د بلې خټې جوړ يم خبر نه يم
چې هر سومره کړېږمه دردېږم دومره ښه يم
د خپل وجود په اور کې لکه شمع ويلې کېږم
د ګل هسې چې هر سومره دوړېږمه ټوکېږم
خو ته مې د فريب په جادوګرو پېرزو نشې
دا خلک خو ته پېژنې چې سومره دروغژن دي
مخونه يی صفا سهي خو زړونه يی خيرن دي
د مينې د مينو دښمني يی مشغله ده
نفرت يی د ژوند لويه مستنده فلسفه ده
زه خپله فکر وړي يم حيران يمه سودا کړم
چې داسې ځاي وګورم چې داسې څه پيدا کړم
چې تا پکې د مينې د دردونو غوندې پټ کړم
چې ځان پکې د خپلو پرهرونو غوندې پټ کړم
چې تا پکې دا دې خلکو د سترګو نه پناه کړم
چې ځان له پکې جوړه د الفت بله دنيا کړم
صاحب شاه صابر
ایک تبصرہ شائع کریں