خدای خبر ولې خو زه کله کله
یو زوړ ورغلې پرهر وګروم
یو لری تللې یاد را وګرځوم
یو ستړي شوي غم ته غاړه ووځم
یو خوبولی څړیکه وڅیرمه
یو غلې شوی درد را وپاروم
د زړه د ننه مقبری ته ورشم
ستا د یادونو هدیری ته ورشم
په یو پرېوتي څلي وغوړېږم
په یو وران شوي قبر وژاړمه
ایک تبصرہ شائع کریں