د دې غرونو په دغه ګړنګونو کښې مې خور کړہ " ډاکټر صاحب شاه صابر

شاعرې

پیر، 22 اپریل، 2024

د دې غرونو په دغه ګړنګونو کښې مې خور کړہ " ډاکټر صاحب شاه صابر

 





د حسن د ګلونو د رنګونو بلې شمعې
د غرونو د ښائست په ګړنګونو بلې شمعې
د نوي پېغلتوب په بام ولاړې جادوګرې
په زړۀ کښې د شاعر د محبت نوې سندرې
منم چې ته د ډېرو خوشحالو سره ناشنا یې
د نوي ژوند دَ نوي رنګينو سره ناشنا یې
منم چې ستا په ژوند کښې به بلها څيزونه کم وي
منم چې ستا په زړۀ به د بلها څيزونه غم وي
منم چې ته به ډېرو رڼاګانو ته پسخېږې
منم چې ته به ډېرو اداګانو ته پسخېږې
منم چې ستا د کلي په کورونو کښې تیارې دي
منم چې ستا جامې لږې خيرنې دي زړې دي
خو ته د خپل خائيست د پېغلتوبه خبر نه یې
خو ته د خپل تهذيب د سړيتوبه خبر نه یې
ته دلته د فطرت د رنګینو په غېږ کښې اوسې
دلته د قدرت د تماشو په غېږ کښې اوسې
ته دلته بله شمع د رنګونو د قیامت یې
ته دلتکې ښائست یې لېونتوب یې محبت یې
ته دلته د انګورو د ترخو اوبو خمار یې
ته دلته د خپل زړۀ د خپلې خوښې خپل اختیار یې
شپېلۍ وهې شپېلي وهې چې ګرځې په پټو کښې
چې زړۀ دې وشې ګډه شې د کلې په کوڅو کښې
د خپل زړه خپلې خوښې د انا په تار غږېږې
په چا چې دې زړۀ ورشي د هغه سره ګډېږې
بې غمه، ناخبره د ثواب او د ګناه یې
خو بیا هم په زړۀ سپينه یې معصومه یې صفا یې
د ژوند د بې وسۍ د مصيبته خبر نه یې
د نوم منافقت د مصلحته خبر نه یې
دا تا چې د کوم نوي ژوند خبرې اورېدلي
دروغ دي دا دروغ دي چا دروغ درته وئيلي
په هغه ژوند کښې څه دي که صفا مې درته ووې
دروغ به درته ښکاري که رښتیا مې درته ووې
د هغه نوي ژوند د سړيتوب بلها کمۍ دي
د هغه ځائی د خلقو څه ناشونې مجبورۍ دي
ژوند څه دی یوه بلا ده یو عذاب دی یو هېبت دی
دهوکه ده بې ايماني ده سراسر منافقت دی
ذهنونه پکښې هسې د وهمونو کارخانې دي
سرونه د پېریانو د ديوانو ښاریې دي
فکرونه د تارکولو غزېدلي سړکونه
خیالونه د سېمټو د سيخونو دکانونه
ځوانان پکښې هغه چې جوړولی شي نوټونه
سړي پکښې هغه چې ډکولی شي بېنکونه
ښائست یې په پردو رنګونو ځان سنګارول دي
اُلفت یې د دروغو د درنګونو کنستل دي
جانان یې یو رنګين مئين پۍ مخی غوندې دام دی
جنون یې د غرض په لمبو سوی تور غلام دی
یاري پکښې د سپينې خودغرضه بوډۍ ټال دی
خپلوي پکښې د خپلو غرضونو نری جال دی
ګناه پکښې د هرې ناروا لاس اغستل دي
ثواب د چا بې وسه په مرۍ چاړه راښکل دي
عصمت پکښې د ښار د کباړي د دکان کوټ دی
قيمت د سړیتوب پکې د سلو روپو نوټ دی
غېرت پکښې یو شی دی په یوه کاسيره کېږي
ايمان پکښې د هر څه نه په ښه بیعه خرڅېږي
د حسن د رنګونو دکانونه په پېسو دي
د ښکلو د مخونو تصويرونه په پېسودي
هر خیال د سړیتوب پکښې ناشونی غوندې شی دی
احساس د محبت پکښې بې وسه لېونی دی
ژوند څه دی خو د ژوند په حقيقت پورې خندا ده
په حسن پورې ټوقې دي اُلفت پورې خندا ده
چې دلته راپه یاد شې زړۀ مې ورپي خفه شي
ورغلي پرهرونه مې خوله پرانېزي کچه شي
حیا مې لکه وینه په رګونو کښې توده شي
احساس د بې وسۍ لکه ګرمکې راچوکه شي
زۀ خپله د هغه تهذيب د لارو کوڅو ستړی
زۀ ستا د سترګو وړاندې د هغې هدیرې مړی
په ما که دې څه وس رسي واپس مې راژوندی کړه
په ما مهربانې وکه د ځان نه مې لوګی کړه
په ما کښې که څه ساه وې هغه ساه زما نه واخله
زما سره که ښه کوې نو ما زما نه واخله
اوبه که د انګورو لږې پاتې وي نو راکړه
زما د وجود وینه په ترخو اوبو صفا کړه
زما خواره دردونه په خالونو کښې راپنډ کړه
زما د زړۀ زخمونه د شلېدلې ګګرۍ ګنډ کړه
ما دلته د دې غرونو د ماښام په دُعا رنګ کړه
په دې پولو مې ونوله په دې لښتو مې بنګ کړه
قربان شمه لوګی شم ما د دواړو سترګو تور کړه
د دې غرونو په دغه ګړنګونو کښې مې خور کړہ
کلام " ډاکټر صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف