کله ګُلاب کله لونګ راوړم
ستا دَ کوڅې څه نا څه رنګ راوړم
بلې نشې مې سودا ورکه نه کړه
زم دَ ګودر دَ غاړې بنګ راوړم
دَ محبت نوې دُنیا لټووم
دَ زندګۍ نوے آهنګ راوړم
ستا دَ بڼو په ژبه ځان پوهووم
پرېږده چې زړه په وينو رنګ راوړم
ستا خوږو سترګو ته خواږه ګورمه
زه لېونے یم ځان له جنګ راوړم
هغه صابر یم که په هر ځائے کښې یم
تاله راځمه ستا قلنګ راوړم
ایک تبصرہ شائع کریں