ارواښاد صاحب شاه صابر د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي

شاعرې

پیر، 22 اپریل، 2024

ارواښاد صاحب شاه صابر د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي

 


د  سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي مينه د مينې څو خبرې غواړي زلمی په غرونو کې غمي لټوي پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي د ادم خان له ګوتو دم وتی دی درخو رباب غواړي سندرې غواړي مونږه ګلونه پرهرونه وېشو دنيا لعلونه ملغلرې غواړي ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې د مينې شکور غواړي شکرې غواړي د پرهرونو د سپرلي بادونه د غم جاګير د غم دوترې غواړي د خپل اختيار د اسمان سيل صابره خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي ارواښاد صاحب شاه صابر


د سترګو جنګ د بڼو زغرې غواړي
مينه د مينې څو خبرې غواړي
زلمی په غرونو کې غمي لټوي
پېغلې لونګ غواړي ګورګورې غواړي
د ادم خان له ګوتو دم وتی دی
درخو رباب غواړي سندرې غواړي
مونږه ګلونه پرهرونه وېشو
دنيا لعلونه ملغلرې غواړي
ترخو حالاتو ترخې کړي ژبې
د مينې شکور غواړي شکرې غواړي
د پرهرونو د سپرلي بادونه
د غم جاګير د غم دوترې غواړي
د خپل اختيار د اسمان سيل صابره
خپلې بڼې خپلې وزرې غواړي
ارواښاد صاحب شاه صابر

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف