صابره څوک د چا بلا څه کوي
د هر چا خپل غمونه خپله بلا
***
پښتو هغه ګنهګاره دوزخي ده
پښتانه غزا له تللي جنتیان دي
موږ لا هغسې د ځمکې لایق نه یو
د دنیا قامونه ستوري د اسمان دي
***
څوک چې ما او تا يوځاى ليدلى نه شي
ورپسې به هغه ستا د خولې ښېرې کړم
زه له هر محفله ستړى کور ته راشم
زه په هر اتڼ کې ځان ذرې، ذرې کړم
هغه سترګې دې يو څو ورځې زما شي
چې د مينې په خوبونو يې مَړې کړم
***
زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم
چې څوک را زلمی کیږي په ټوپکو پسې ګرځي
***
چې بې جنونه بې جانانه شوله
دنيا خو دغه وه چې ورانه شوله
د رقيبانو جوړه کړې دنيا
په اسويلي د مئين ورانه شوله
د دړديدلو زړونو خدای اسره شه
دنيا که ډيره بد ګومانه شوله
وريځې راغلې چې راورسيده
باران راښکې شو چې روانه شوله
اوس يې د زړه په رضا پوهه شومه
صابره اوس مينه اسانه شوله
***
زما ملګري دې پښتو وایي پښتون دې مني
ماته دې خیر دی نوموړی ادیب نه وایي څوک
***
ته د صـابر زړه دردوی تالـه مزه درکــوي
ما سره غم دے چې ازار يې ستا نظر ته رسي
***
که ته د خپل ښایست په نوم په کلي کې بدنام يې
زه هم د محبت په نوم له ژبی اویزان یم
***
ټولې دنيا ته مې د يو سړي صفت کړى دى
ما په يو څو ورځو کې څومره محبت کړى دى
ددې کوڅو نه صبریده زما له وسه نه دي
کنه یارانو راته هر وخت نصحت کړی دی!
زما رقیب د محبت په مانا نه پوهیږي
هغه خو ژوند هم په یو لوی منافقت کړی دی
***
په آئینه کې سترګې مه توره وه
ځان ته به وګوري حیرانې به شي
زمونږ وعدې د ښکلو څڼې نه دي
چې رنګ به واړوي ارزانې به شي
د محبت خواري دې هیره مه شه
لارې که ګرانې دي آسانې به شي
د تورو سترګو دروغژنې قیصې
صابره مه سپینوه ګرانې به شي
***
ما چې د بل د پاره څه کړي سهي مي کړي
زه چې د ځان دپاره څه کوم خطا کومه
هغسي مینه کوم هغسي وفا کومه
ستا هغه یو نظر ته هغسې دعا کومه
ما چې د بل د پاره څه کړي سهي مي کړي
زه چې د ځان دپاره څه کوم خطا کومه
اوس مې په زړه او ذهن داسې راخوره ده مینه
اوس چې د چا سره خبره کوم دا کومه
که گناه نه غواړي رښتيا وريځ دې نه راولي
زه په ورېځو کې نشه کوم گناه کومه
***
نور مې د سترګو خوږېدو څوک دي
ﺯما بغېر ستا د بڼو څوک دي
ﺯما د ﺯړه په اور کې ﺯه دېره يم
په ما د ﺯړه د سوﺯېدو څوک دي
دلته کې هر سړي خپل غم اخيستی
دلته د بل د غم د وړو څوک دي
ﺯمونږ د شپې شوګېرې هسې عادت
ګنې ﺯمونږه د راتلو څوک دي
د منزل نښې ته به څوک ورسي
په ګرانو غرونو د ختو څوک دي
صابره! مونږ د ژونده څه خبر يو
مونږ ته د دې کتاب لوستو څوک دي
***
د جانان د خوبولو سترګو ياده
تهٔ راځې که د زخمونو ډيوې مړې کړم
***
ښکلي که ډیر هم کبرجن شی ستا پرې څه صابره!!
ستا له محفله چې یو لاړ شي راشي سل ملګری!!
***
ځئ چې ده خپلو آرمانونو ستورې اولټوو
ده آسمانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
مه په ورغوې کښې ډیوه ده محبت اونیوه
ده توپانونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ده چا ده خولې په خاموشئ دې سړی نه تیروځې
ده چا ده زړونو څه معلومه ده چې څه به کوي
ده زړه داغونه خو به زه سړے په زړه اوساتې
ده شنو خالونو څه معلومه ده چې څه به کوي
***
څـومــره ښۀ کـاتــــــۀ ڪـوي
مینې تـــــــه مــې زړۀ ڪـوي
ځار دې د بڼـــــو نــه شـــــــم
څومــــره ښۀ ويشتـۀ ڪـوي
عـــشق او صـبــر اور اوبـــــۀ
هیـــڅ ګــزاره نـــــۀ ڪــوي
هــر پــرهـــــر مې هغسې
اور کوي اوبـــۀ ڪـوي
هـر څوڪ خو صـابر نـۀ وي
هر څوڪ ښڪولي څۀ ڪوي
***
زمونږ کوڅې ته دې کاته روان وې
زما صابره ما لیدې ماذیګر
***
زړۀ هغه وايي چې څهٔ نهٔ وايي څوک
هغه کوي چې څهٔ عالم نهٔ کوي
لهٔ دوزخونو يرېدلي خلق
پروا د ژوند د جهنم نهٔ کوي
ډېرې خبرې د يارانو ښې دي
څهٔ کهٔ يو څو کارونه سم نهٔ کوي
***
خو یا به تا او یا به ما کوله
نوره د مینې کیسه چا کوله
واعظه خلاص شوې د ایمانه پکې
په محبت کښې دې ریا کوله
د هغه مخ د حیا سره داسې وو
ما څه چې ګل به ترې حیا کوله
د ګاونډي خوب يې د خدایه غوښته
اشنا د خپله کوره غلا کوله
هغه شپه رنګ د میکدې بدل و
هغه شپه ستا خبره چا کوله
خدایه چې هغه خلک څنګه خلک وو
چا چې به مینه په رښتیا کوله
زما د زړه هغه ور پورې نه شو
هغه چې تا به پکې تا کوله
صابره! ودې لیدو پوهه شولې
تا به په غم پورې خندا کوله

ایک تبصرہ شائع کریں