زما ښکلی جانانه زه جار شمه له تانه
ما مه شړه له ځانه قربان دې شمه
السلام السلام
شيدا چې زه په تا شومه
د خپل پردو جدا شومه
رسوا نه وم رسوا شومه
د خلکو د خندا شومه
ګرځيږم زه حيرانه
زه جار شمه له تانه
قربان دې شمه
السلام، السلام
د حُسن دې نوکر يمه
ملنګ زه ستا د در يمه
زخمى سوى ځيګر يمه
ستا عشق کې اوتر يمه
خبر شه دلبر جانه
زه جار شمه له تانه
ما مه شړه له ځانه
قربان دې شمه
السلام؛ السلام
خبرشه دلبر جانه
زه جارشمه له تانه
ما مه شړه له ځانه
قربان دی شمه
السلام،،، السلام
په سترګو کې خوړلی یم
په زړه باندی ویشتلي
بی اوره یي څیځلي یم
په دی ښه پوهیدلي یم
آخر به شم دیوانه
زه جارشمه له تانه
آخر به شم دیوانه
زه جار د شمه
السلام، السلام
ای شمه زه پټنګ یمه
دستا د در ملنګ یمه
زه تیر د نام او ننګ یمه
بس ستا د تهمت رنګ یمه
"رحیم"باندی دیر ګرانه
زما ښکلی جانه
قربان دي شمه
السلام، السلام

ایک تبصرہ شائع کریں