ستا د نوم حرفونه اړووم د النکار غوندې
زړۀ مې پۀ دې نوې سا رے ګا دے څۀ قرار غوندې
ستا پۀ اساوري حسن کښې راګ درباري څۀ معنا
ستا د سر مستي دې سپکه نۀ شي د دربار غوندې
زړۀ د هر سړي لکه د مړي بې احساسه دے
تن د هر سړي دے سينګار شوے د مزار غوندې
ستا سروه ښائست شۀ بې دليله وخت را وتروړۀ
ما هم ځان خوړلے يمه پاتې ډډ چنار غوندې
ټق ټق اوازونو ته ئې لاس نيسم وېرېږمه
تار مې د تسبيح څوک کافر نۀ کړي د زنار غوندې
ما ستا پۀ کتاب کښې ځان خوندې کړۀ غلے کښېناستم
څو به خرڅېدمه پۀ کوڅو کښې د اخبار غوندې
نن مې مستعار مسکا پۀ مخ خوره کړه لاړمه
نور نۀ ودرېدمه ستا پۀ در کښې د بيمار غوندې
دلته کښې ډرامې د هر يو فن مخه نيولې ده
دلته اداکار پۀ هنر پروت دے د ښامار غوندې
ما ورته ديداره د وجود نقطه پرې نۀ ښوده
ژوند کۀ هر څو تاو کړم پۀ يوه پښه د پرکار غوندې
#ډاکټرديداريوسفزے

ایک تبصرہ شائع کریں