د نورو قيصي نورې دي زما خبري نوري

شاعرې

بدھ، 30 ستمبر، 2026

د نورو قيصي نورې دي زما خبري نوري






ته او زه


که ته د خپل ښایست په نوم په کلی کی بدنام يي

زه هم د محبت په نوم د ژبې اویزان یم

که ته د خپل ښایست د نزاکت قصیده گو يې

زه هم د تورو زلفو سپینو لېچو غزل خوان یم

که ته ددغه ښار د محفلونو رنګینی يې

 زه هم د زندګئ د قافلې روح روان يــم

که ته د یو څو زړونو د یو څو ورځو باچا يې

 زه هم د حسرتونو د جاګیر خود سره خان یم

که ته د گل په شونډو د سپرلي بله ډيوه يې

زه هم د پسرلي د رنګینو نوے سحر یم

که ته د خپل ښایست به بام ختلے مازیګر یی

زه هم د مينې نوى لمبه شوی مازیګر یم

که ته د خپل ښایست د زوره نوے لیونے يې

 زه هم د محبت د لويې لارې مسافر يم

که ته د اداګانو د نازونو جادوګر یی

زه هم د لېونتوب د کمالونو نه خبـر یــــم

که تا د خپل ښایست په مدرسه کې څه ويلي

 ما هم د محبت د کتابونو څه زده کړي

که تا د خپل ښایست په پتنګانو لوبې کړې

ما هم د زندګی د تکلیفونو څه زده کړي

که تا په ډیرو خلقو خپلي سترګی از مايلي

ما هم د پرهرونو د دردونو څه زده کړي

د نورو قيصي نورې دي زما خبري نوري

 زما نه که ته زړه غواړې زما زړه ته به ګوري


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف