پۀ ګودر بيا د جينکو جنګ دے
څۀ پۀ منګو څۀ پۀ بنګړو جنګ دے
چې سُنبل غوره دے کۀ زُلفې د يار
زړۀ کښې مې بيا د تلوسو جنګ دے
دار د منصور دے او کۀ اُور د نمرود
دواړه د عشق د حوصلو جنګ دے
ما پۀ همت جانان بائيللے نۀ دے
دا د قسمت د فېصلو جنګ دے
زما پۀ ژوند بې وسي نۀ جوړيږي
ستا پۀ ځوانۍ د رنګينو جنګ دے
О О О О
О
وخته تا لېمۀ کړم تا نظر کړمه
ډوب دې د ښکلا پۀ سمندر کړمه
خپل يقين مې تورو شپو ته بوتلمه
ستا حوصلې پړق لکه د نمر کړمه
ستا سره پۀ څنګ کښې بېش بها وؤمه
ستا نه جدائۍ د خاورو غر کړمه
اوس مې د يو غم نه سترګه نۀ سوزي
عشقه زۀ دې څومره زوره ور کړمه
ستا د مينې ډېر شکر ګزار يمه
زۀ زمان دې ستورے د سحر کړمه
ایک تبصرہ شائع کریں