ستا د قامت ستا لۀ وربله بلا

شاعرې

بدھ، 30 ستمبر، 2026

ستا د قامت ستا لۀ وربله بلا

 





ستا د قامت ستا لۀ وربله بلا 

په ما پرېوتې څو څو ځله بلا

مۀ! په خورو زلفو دې لاس مۀ وهه 

راپاروې راپسې څلـــــــــه بلا 

ستا د نظره هسې نۀ ويرېدم 

ما دې په سترګو کښې ليدله بلا 

ما مېخانې ته صحي نۀ بوتللې 

ما دې د سره پاڅـــــــــوله بلا 

زۀ د حالاتو جبر شل نۀ کړمه 

په ما پرېوتې ده څۀ بـــله بلا 

که د جانان د سيوري لرې لاړم 

خو ځي مې نۀ د زړۀ لۀ تلۀ بلا

صابره! څوک د چا بلا څۀ کوي 

د هر چا خپل غمونه خپله بلا

صاحب شاه صابر لږ وګوره


شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف