دعا
اول تاج د محبت راته په سر که
بيا مې هله خپل حبيب له په لاس ورکه
هغه در چې ستا رضا پکښې موندے شي
په خپل فضل مې غلام د هغه در که
چې مقصد يې ستا رضا او ستا ديدار وي
ما د داسې کامل پير سره نوکر که
پروانه مې کړه الله د خپلے مينے
بې پرواه مې د دنيا د سيم و زر که
ربه ټول مسلمانان سره زما ته
په ريشتني عاشقان د پېغمبر که
چې کامياب په هغه لويه کاميابۍ شي
دومره رحم په شاعر جميل بابر که

ایک تبصرہ شائع کریں