د بريال "کنګل"‎ او زما "لا يعني" تأثر

شاعرې

google.com, pub-6458435959367210, DIRECT, f08c47fec0942fa0

جمعہ، 24 اکتوبر، 2025

د بريال "کنګل"‎ او زما "لا يعني" تأثر

 



د بريال "کنګل"‎ او زما "لا يعني" تأثر


ټيټ مې مۀ ګڼه ګُمان راباندې مۀ کړه

زۀ پۀ دې افتادګۍ کښې لوئے ګړنګ يم


پښتو ژبه هم پۀ خپله افتادګۍ کښې د شعر او ادب پۀ هغه مقام ولاړه ده چې ډېرې ژبې، سِوا لۀ پرمخ تلليو ژبو، ئې تصؤر هم نۀ شي کؤلے. پۀ دې لړ کښې ئې د معيار او مقدار دواړو حوالې د ستائينې جوګه دي. پۀ دې تناظر کښې مونږ ګڼ شمېر شاعران اديبان پېش کؤلے شو چې پۀ خپل سر پۀ دغه افتادګۍ د يو لوے ګړنګ پۀ مانند دي ولې پۀ زُلميو شاعرانو ادبيانو کښې چې د خپل فکري ندرت پۀ اعتبار کومه سنجيدګي پۀ نظر راځي، د هغوي نومونه د سرو زرو پک اوبو د ليکلو متقاضي دي. 


پۀ دې مېدان کښې د پښتو شعر او ادب يؤ سر اېستلے زُلمے شاعر "بريال يوسفزے" هم دے چې د جديد غزل پۀ حواله پۀ لر او بر پښتونخوا کښې د نوي کهول د نمائندګۍ تمغه ئې پۀ غاړه کښې اچولې ده. ما ئې اوس اوس د شعري مجموعې "کنګل" د مسودې څۀ برخه اولوسته نو پۀ زړۀ کښې مې تېر شو چې د بريالي د روښانه فکر ستائينه اوکړم خو دغه کار پک دې وجه هم ګران وۀ چې کنګل کښې ګڼ اړخيز فکري بڅري لمبې ته تيار وو نو ما فکر اوکړۀ چې کومه خبره دوي پۀ ډېر تکرار پۀ شاعرۍ کښې کړې ده ولې نه يؤ څو کرښې پرې اوليکم. 


بريال صاحب لکه چې د تکيه کلام پۀ توګه "يعنې" د خپلې شاعرۍ د فکري اظهار "سمبول" ګرځولے دے. د کنګل د شاعرۍ د لوست پۀ وخت دغه تکرار پۀ دروغه هم د قاري پۀ ذهن نۀ بوج کېږي او پۀ دغه تکرار کښې چې يوازې والے يا تنهائي ده هغه د بريال صاحب د شعوري ارزښت او فکري پراختيا نفسياتي اړخ ډېر پۀ ډاګه کوي. ما ته د اندېش شمس القمر صاحب يؤ شعر راياد شۀ:


ښار دے لکه کنګل سمندر اودۀ 

دې د خاموشۍ شور ته حېران يمه


د بريال صاحب د کنګل نه ما دغه الهام واخست چې دې د "يعنې" کومه وضاحتي کلمه پکاروي هم دغه ده چې لکه چې اندېش صاحب پۀ دغه پورتني شعر کښې رانغښتې ده. اوس سوال دا راپورته کېږي چې د بريال صاحب کلام چې د خپل فکري ښکلا پۀ حواله د ابهام د اثر نه پاک خو د عاميانه تصؤر نه بالا دے نو د "يعنې" ضرورت ئې ولې محسوس کړۀ.


د لفظِ يعني د استعمال چې کومه وجه ما ته ښکاره شوه، پۀ هغې د څۀ وئيلو نه وړاندې زۀ غواړم چې د بريال صاحب د کنګل د مسودې د مطالعې پۀ وخت چې کوم شعرونه زما تر نظره شۀ، چې پۀ کښې د ياد توري تکرار شوے دے، تاسو سره شريک کړم:


مخلوق يعنې جامې راته د وينو اغوندي

نيولې مې پۀ زړۀ کښې ده اسره کلکه د خداے 


ځئ چې ځو برياله! تر نړۍ ئې رسوو

دين د پېغمبر، يعنې مذهب د پېغمبر


زړۀ مې ستړے دے، دمې ته مې زړۀ شوے

يعنې غېږه کښې دې خاے راکوه زمکې!


ورځ او شپه يعنې بائيللې جواري ده

پۀ ځاے وايم، که بې ځاے ادم زاده


يوه کمره ده تنهائۍ نيولې

يعنې کولاوه ئې تمبه پرته ده


د زمانې د ارتقا قافلې ځي پۀ مخکښې

نمره! مونږ روستو پسې ځو يعنې د سېورو پۀ شان

يعنې پاڼو کښې پناه ئې وه اخستې

پټ ازغو نه يؤ ګلاب وۀ پۀ کتاب کښې


لوظ دې اکثر يعنې اصلي، وايه کېدے شي چرته

لوظ دې اکثر يعنې نقلي، لوظ دې اکثر مصنوعي 


صبر صبر يعنې خپله به راواؤړئ

جوج ماجوجو! اوس د سد لمنه پرېږدئ


سګرټه! يعنې ستا غوندې يؤ څو کشه ؤم، لاړم

ايره ايره سيزلے ځان به څنګ راټولؤمه


غاړه پرانيزه سينې پورې مې جُخت کړه

يعنې ستا نه بغېر نۀ راځي د شپې خوب


رښتيا يعنې بې لاسو او بې پښو غوندې يؤ شے دے؟

تدبيره! د تقدير متعلق وايه وايه وايه


دوباره يعنې د مينې اظهار تاته؟

بس نه، نۀ کؤمه، نۀ کؤمه، بس نه 


غوره فن پسې برياله!

يعنې زيار کړه او کړاؤ کړه


خلق مخکښې نۀ ځي، روستو ځي برياله!

خلق ولې يعنې پښې ږدي اپوټه او


چل د شرارت يعنې ضرور در پۀ کښې شته دے

يا که شرارت نۀ وي، غرور در پۀ کښې شته دے


لکه غشے به لينده کښې يعنې تۀ

ځوانۍ! ځې به ائينده کښې يعنې تۀ


تا راکتل نۀ يعنې زړۀ کښې دې وه کرکه ځکه

ما درته نۀ کوۀ د مينې ست پۀ کلکه ځکه


اوبۀ خور ئې چې شيدا وۀ د ادب پۀ زمکه کړے

بريال يعنې د هغې ونې زړے دے که نۀ دے


چرته ئې خوب نه ناپامۍ کښې ويښوي برياله!

زلزلې دلته يعنې غرونه خوځوي لګيا دي


د ستا رضا زما رضا ده يعنې

زۀ به څۀ وايم نه نه ټهيک ده کنه


تت غوندې تصوير يعنې زمونږه د يارۍ

ذهن ته راغلے بې بلنې غوندې دے


مرک لره چې غاړه نۀ ږدي څوک

ژوند يعنې شرين به وي حتماً 


د درياب ارته سينه يعنې مېدان کړي

د چپو دنګې ماڼۍ نړوي ګنګل 


غرق يم، باقي مې پۀ مرۍ غلے شه

لاس ته درځم يعنې ګړنګه! ويښ ئې؟


دا جهان يعنې نقلي وۀ، اصل بل وۀ

دا انجام نۀ وۀ، اغاز وۀ انډيواله!


خلاصه ئې د تعبير څۀ وي؟ برياله!

چې څوک خوب کښې يعنې کوري د مجنون عکس


برياله! سترکو کښې نظر دې يعنې بوج غوندې دے

چې پټې پټې سترګې کېږې، سترګې اوغړوه


راوله هر څۀ يعنې جذباتو کښې جينۍ!

اوخانده دې چُپو کائناتو کښې حينۍ!


الزامونو! انتقام له غاړه کېږئ

زۀ او يار يعنې درځو به دواړه دواړه


يعنې باور څۀ دے؟ خو رسۍ د دار

يعنې دې رسۍ نه به رازانګې؟ اُف


سولې يعنې لاس اېښے جهګړې ته د خُلې پۀ سر

ناسته چې کونتره ده د دنګې منارې پۀ سر


چې راځي خالي منګلې نۀ راځي خوړ

ګنګخړي يعنې ځان سره راؤړي خوړ


وخته! چې ځې نو سترګې مۀ بدلوه

يعنې پۀ سترګو کښې رخصت خو واخله


وې مې يعنې حسن دې موضوع راؤړم د شعر

وې ئې مبهم توريو کښې ابهام به راکوې


تا هم واخستو اثر د شوخ و شنګو

يعنې وخته! دومره زر زر چې بدلېږې


هغه اوس هم پۀ ما مئين دے د پخوا پۀ شانتې

هغه مې اوس د سګرټ يعنې لۀ کشه ساتي


يعنې ژوند خو څۀ جنت نۀ دے برياله!

پۀ دوزخ کښې سزاګانې شته که نشته؟


ستوري ئې خپل مدار کښې چارچاپېره چورلي يعنې

د خداے قدرت دے يؤ نظام د کهکشان روان دے


بس يؤ دوه ورخې بقا ده؟ يعنې هر څيز له فنا ده؟

اغاز څۀ دے؟ انجام څۀ دے؟ حقيقت د جهان څۀ دے؟


د پښتو کور به ميرات نۀ وي برياله!

چې کمے بېشے لري يعنې نصاب کښې 


ضرور به خپل ځان باندې فخر کوي، وياړ کوي 

بريال چې سوات کښې يعنې بيا د چپريال هم دے 


قسم دے يعنې غېږه کښې دې بل شان کېفيت دے

قسم دے پۀ کښې ګرم او هم يخ پيکه پيکه دے


زۀ بريال دې چې هجوم کښې وارخطا يم

څوک همدم در پۀ کښې ګورم يعنې ښاره


د پرخې پۀ ژړا هم چې تک شين ئې د خندا نه

پۀ حال يعنې د پرخې بدګمان به ئې ګلابه 


تاته درځم يعنې جانانه توره شپه هم ده

بس فاصله رالنډؤم که لار اوږده هم ده


راخلاص شه د اوهام او دګمان د اضطراب نه

يقين پۀ دې محکم کړه يعنې شپه به سبا کېږي 


يعنې يوازې که مې ځان له پرېږدې

يوازې ځان له به مې ساه اوخېژي


د څۀ د پاره چې منصور پۀ خوښه دار اخستے

د هغه راز به يعنې جرړا خامخا ګورمه


يعنې لګيا يم هديره کښې ئې د زړۀ ښخؤم

يؤ څو سرکشه ارمانونه، نن وژلي مې دي


يعنې زمونږ به ګاونډي غوندې شې

يعنې زمونږ ګاونډ ته کور خو راؤړه


نرۍ نرۍ هوا چې ړقول يعنې ورز، الله اکبر

ګردونه ئې راجمع کړل د زمکې پۀ تټر، الله اکبر


يۀ فتنې! اسمان نه يعنې زمکې ته که راغلې

ښار کښې به ځې چرته؟ که صحرا کښې به ځې چرته؟


يعنې زړګي نه تنګ راغلے ؤمه

يعنې فرصت کښې بې فرصته ؤمه


څو به قدمونه ابلې پښې اخلم

څو به يعنې کاڼو کښې مزل کړمه


د ښاغلې بريال صاحب د غزلونو او قطعاتو نه دا دومره ګڼ شمېر شعرونه رانقل کؤلو کښې مې غرض دا وۀ چې يؤ خو تاسو د دۀ د خيالاتو د فطرې اظهار د پېرايې سره اشنا شئ او بله دا چې د "توضېح" کوم تورے ئې د تکيه کلام پۀ توګه د خپلې شاعرۍ د درخو د غاړې د اميل پۀ تار کښې ګيولے دے، ترې نه خوند واخلئ.


زما پۀ شان به ستاسو ذهن ته هم دا سوال راځي چې کوم شعر يا پۀ شعر کښې پېش کړے شوے خيال پۀ خپله خپل وضاحت لري هلته د معاون وضاحتې توري څۀ ضرورت دے۔ اصل کښې د "يعنې" کلمه د عربۍ ژبې نه اخستې شوه ده چې پۀ ګڼو مشرقي ژبو کښې مستعمل ده. دا ټکے د خبرې د وضاحت د پاره پکارولے شي يا پۀ بله معنیٰ هغه خبره چې يو ځل اوشي خو د بيا تکرار د پاره د دې لفظ پۀ مدد پۀ نورو لفظونو کښې وړاندې کړے شي، هلته د دې توري ضرورت پېښېږي. تاسو کۀ د بريال صاحب پورتني شعرونه اولولئ نو زما د خبرې مطلب ته به پۀ اسانه ورسئ.


د دې توري استعمال پۀ شعر کښې پۀ دې ډؤل کؤل لکه بريال صاحب چې کړے دے، د کمال خبره ده. د "يعنې" استعمال سره د بريال صاحب د شعرونو موضوعاتي او معنوي مفاهيم نۀ دي معاثر شوي بلکې د دغه خيالاتو پۀ ځلولو کښې ئې معاونت فراهم کړے دے. ځکه خو مونږ ته د دې ټکي د زيات معنوي وضاحت ضرورت نشته البته پۀ سرسري توګه کۀ مونږ د دې ټکي جرړې لټوو نو د عربۍ د "عنی" نه جوړ شوے دے چې معنیٰ ئي ده اراده کؤل، اشاره کؤل يا قصد کؤل. د قواعدو يا ګرامر لۀ رويه دا ټکے د هرې زمانې (Tense) د پاره پکار راوستے شي خو پۀ عربۍ کښې د فعلِ مضارع يعنې Present Tense علامت دے. پۀ هر حال دا خو د دې ټکي رګ رښه ده، زمونږ اصل مدعا د بريال صاحب پۀ شاعرۍ کښې د "يعنې" د برجسته استعمال ستائينه کؤل دي چې د دې د پاره راته د لفظونو د نۀ موندلو پۀ سبب دا خپلې خبرې "لايعني" غوندې ښکاري.


تر اوسه چې مونږ د بريال صاحب د شاعرۍ نه کوم اشعار چوڼ کړل چې پۀ کښې د "يعنې" استعمال شوے وۀ، دا د غزلونو او قطعاتو شعرونه دي. لۀ دې پرته پۀ "کنګل" کښې پۀ شاملو نظلمونو کښې هم دا کلمه پۀ بې شانه ښکلي ډول استعمال شوې ده. راځئ چې لۀ دغه نظمونو نمونې هم اولولو:


نظم: ښکلا

ښکلا نن نرمې جامې 

د روڼې پرخې دي اغوستې 

د ازغي پۀ تېره څوکه 

راځوړنده غوندې کېږي 

د نرۍ، نرۍ هوا 

يعني وزر، وزر الوت نه 

سترګې اومروړي مُسکۍ شي 

د رنګونو لولکۍ شي


نظم: خپرونه


ايف ايم .... رېډ يو کښې 

د شعرونو خپرونه پيل وه 


او د هوا پۀ چپو 

يعنې هاسټل کښې مې يوازې 

اورېدله ځان له 

د ټېليفون پۀ کرښه 

پۀ خپرونه کښې لګيا همکار ته 

هم هغه چا زما شعرونه وئيل 

چې تېره ورځ ئې زۀ پرېښے ؤمه


نظم: چهتري


د تېزو تېزو

هواګانو سينه

پۀ تېرۀ تبغ او شلوي

د بارانونو

غشي غشي څاڅكي

يعنې پۀ تېښته رانه

اوزغلوي، او تمبوي

ځان مکمل د موسمونو

بې رحمۍ ته

لکه ډال اونيسي

دا مهربانه

پۀ زړۀ نرمه چهترۍ

پۀ ما د مينې وزر اوغوړوي

او خپله نرمه غوندې

غېږه کښې پناه راکړي


د دې نمونو پۀ ډاډ مونږ د ګران بريال يوسفزي د خيال نزاکت د نزدې نه اوليدۀ او پۀ دې خبره مو يقين لا پوخ شۀ چې شعر د احساساتو ژبه ده چې د زړۀ خبرې پۀ الفاظو کښې انځوروي ځکه چې د شاعر اظهار د روح غږ وي چې پۀ کښې د اظهار د خوږو تاثير پائي. بريال يوسفزي صاحب د خپل قلم پۀ ډاډ دغه تاثير بې شانه ښکلے کړے دے او پۀ دې ويرژن ويرژن، لوګي لوګي، ژړا ژړا، ساندې ساندې، وير وير، زخمي زخمي، درد درد او شور شور ماحول او فضا کښې ئې يؤ څو لمحو د پاره خپل قاري تر خپله وسه ځان سره لاس نيولے بوتلے او د خپل "کنګل" پۀ قلعه کښې مېلمه کړے دے. چار ئې ښۀ او کور ئې ودان.


سلېمان کامل

مردان

25م جولائي 2025ء

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف