غزل
په زړه ساتی صحرا د سمندر په لاره ځي
یو کس چې ماښامے شي د ګودر په لاره ځي
د مینی قافیه کښې راولی د وینی رنګ
قلم په حماسه کښې د خنجر په لاره ځي
تصوېر ته د تصویر نه یوه لاره جوړوي
شاعر چې شې سړے د کوزه ګر په لاره ځي
د سترګو لاروي به ورته وايي هرکلے
د ستورو قافله به د خېبر په لاره ځي
فطرت نه دې راژباړی اداګاني د حیرت
سعود دې همیشه د تصور په لاره ځي
شاه سعود
ایک تبصرہ شائع کریں