کـــه د لــــــر دي کـــه د بــــــر دي پــــښـتـانـه
د یـــــو بــل ســـره پـه شــــر دي پــــــښـتـانـه
دا دروغ دي چــــــــا دروغ درتــــــه ویـــــلــي
چــې یــو مـــوټے یــو لــــښکر دي پـــښــتانـه
په پردي جنګ کښې به خپل سرونه مات کړي
څــــه کـــــم عــــــقــل زورو دي پــــــښـتـانـه
پردې مــــدحـــي او پــردې ســــنـدرې وایــې
خــپل تـاریــخ نـه نـا خـــبـر دي پــــــښـتـانـه
خــپلـه لاره خــپل ســالار یې دے پرېـخودې
تـــنـــهـــا ځـــــکه در په در دي پــــــښـتـانـه
#نصیب زاده تنها
ایک تبصرہ شائع کریں