بیا کتاب کښې بل کتاب وۀ پۀ کتاب کښې ــــــــــــــــــ بریال یوسفزے

شاعرې

منگل، 23 اپریل، 2024

بیا کتاب کښې بل کتاب وۀ پۀ کتاب کښې ــــــــــــــــــ بریال یوسفزے

 


"غزل"


چې تمهید ئې لاجواب وۀ پۀ کتاب کښې

ستا پۀ نوم به انتساب وۀ پۀ کتاب کښې


مجسمه ائېنه ئې رسموله

یؤ مضمون لکه تالاب وۀ پۀ کتاب کښې


د لوستو نۀ وۀ وینۀ پرې مُسلط وو

ګنې لیک مې انتخاب وۀ پۀ کتاب کښې


یعنې پاڼو کښې پناه ئې وه اخستي

پټ ازغو نه یؤ ګُلاب وۀ پۀ کتاب کښې


پۀ فهرست کښې ئې عنوان چرته غېب شوے

لاجواب غوندې یؤ باب وۀ پۀ کتاب کښې


د بریال غزل کښې هر یؤ شعر کتاب وۀ

بیا کتاب کښې بل کتاب وۀ پۀ کتاب کښې

ــــــــــــــــــ

بریال یوسفزے

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف